الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د بره کي په څلورلارې کې د پله د جوړولو په اړه تخنیکي ناسته ترسره شوه

13 حوت 1403

14448.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د کابل ښار د بره کي په څلورلارې کې د څو پوړیز پله د جوړولو په اړه د یادې ادارې له تخنیکي او فني څانګو سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې کابل ښاروال د خپلو خبرو په ترڅ کې ټینګار وکړ چې، د دې پله د جوړولو چارې به د مسئولینو ترمنځ په پوره همغږۍ، د تخنیکي سندونو او د طرحه  شوي ډیزاین په پام کې نیولو سره په معیاري کیفیت ترسره شي. کابل ښاروال زیاته کړه چې، د ترافیکي او ترانسپورتي زیربناو د پراختیا په موخه په بره کي څلورلارې کې د پله جوړول خورا اهمیت لري او د یاد پله په کاري پړاونو کې به پوره دقت وشي. نوموړي له مسئولینو وغوښتل چې، د یاد پله د تدارکاتي پړاونو په ترسره کولو کې دې ډېره هڅه وکړي ترڅو هر څه ژر يې ښاریان د عملي چارو د پیل کېدو شاهدان و اوسي. په دې ناسته کې د پله جوړولو پرمهال د بدیلې لارې د ټاکلو په اړه هم بحث وشو ترڅو ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ستونزې را ولاړې نشي.