د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شپږمې ناحیې په بازارونو کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څارنه وشوه

14 حوت 1403

14452.jpg (1820 × 1024)

د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په مناسبت د شپږمې ناحیې د مسئولانو له لوري د یادې ناحیې په بازارونو کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څارنه وشوه او سرغړونکو ته اړینې سپارښتنې وشوې. د شپږمې ناحیې رئیس مولوي عبدالخالق بدر په دې اړه وویل: په هټیو او لویو پلورنځیو کې د لومړنیو خوراکي توکو له بیو او د قصابیو له فعالیت څارنه وشوه، هغه کسان چې، خپل توکي یې د کابل ښاروالۍ د نرخنامې مطابق پلورل وهڅول شول او چا چې، سرغړونې درلودې لازمې سپارښتنې ورته وشوې. نوموړي زیاته کړه چې، د څارنو په لړ کې فعالیت کوونکو ته ټینګار وشو چې، د فعالیت په سیمه کې حفظ الصحې، د صنفي جواز شتون او د توکو نیټې او کیفیت ته په جدي توګه پام وکړي.