الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پُل سرخ په بازار کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څارنه وشوه

15 حوت 1403

14460.jpg (1820 × 1024)

د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت، د نرخونو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي کمیسیون له خوا د درېیمې او شپږمې ناحیو اړوند د پلُ سرخ په بازار کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څارنه وشوه او سرغړونکو ته له تادیب سربېره لازمې سپارښتنې وشوې. د یاد کمیسیون یوه غړي مولوي جابرالله په دې اړه وویل: په هټیو او لویو پلورنځیو کې د خوراکي توکو له بیو څارنه وشوه، هغه کسان چې، توکي یې د نرخنامې مطابق پلورل وهڅول شول او سرغړونکو ته اړینې سپارښتنې وشوې. نوموړي زیاته کړه چې، په بازارونو کې د توکو له بیو څخه په دوامداره توګه څارنې دوام لري ترڅو ښاریان وکولای شي خپل د اړتیا وړ توکي په مناسب قیمت او ښه کیفیت ترلاسه کړي. د یادونې وړ ده چې، له دې وړاندې ټولو اصنافو او هټیوالو ته خبر ورکړل شوی چې، نرخنامه په لید وړځای کې نصب کړي او د هغې مطابق دې خپل توکي وپلوري