الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ښار د څلورو مرکزي سیمو په پلولارو کې د فلزي کټارو د نصبولو چارې پیل شوې

16 حوت 1403

14470.jpg (1820 × 1024)

د ښاري نظم د رامنځته کېدو په موخه، د زرنګار پارک په شاوخوا، د پوهنې وزارت مخې ته د فروشګاه سیمې یوې برخې او له پل باغ عمومي څخه تر شاه دو شمشېره پورې په ټولیزه توګه د (۳۴۷۰) مترو په اوږدوالي او (۱.۲) مترو په لوړوالي سره په پلو لارو کې د فلزي کټارو د نصبولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا  پیل شوې. دغه کټارې د پیاده رونو او پلي تګ په برخه کې د نظم رامنځته کولو، په سړکونو کې د ګڼې ګوڼې د مخنیوي او د ښاري ښکلا رامنځته کولو په موخه طرحه شوې چې له نصب وروسته به رنګ شي. د يادونې وړ ده، چې د يادو سيمو د سړک غاړې پلو لارو او لښتیو ځیني برخې به هم په معياري او اساسي ډول بیاورغول شي