الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ترکیې د تیکا موسسې له کابل ژوبڼ سره د لابراتواری وسایلو مرسته وکړه

18 حوت 1403

14480.jpg (1820 × 1024)

د ترکیې د تیکا موسسې د لابراتوار وسایلو  په ګډون (۷۷) قلمه تجهیزات او ماشینري د کابل ژوبڼ له روغتیایي کلینیک سره مرسته وکړه. د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني د ټیکا موسسې له رئیس ښاغلي فضل اکین اردوغان څخه مننه وکړه او ویې ویل: د ټیکا موسسې تل له کابل ښاروالۍ سره مرسته کړې او د کابل ژوبڼ له کلینیک سره شوې مرستې به هېرې نه کړي او دا مرسته په کابل ښار کې د یادې موسسې د دوستانه اړیکو ښکارندویي کوي.  بله خوا د تیکا موسسې د دفتر رئیس د افغانانو او ترکانو ترمنځ د اوږدې دوستۍ د څرګندولو په ترڅ کې ژمنه وکړه چې، کابل ژوبڼ ته به د زیاتو تجهیزاتو په چمتو کولو کې نوره مرسته هم وکړي. نوموړي زیاته کړه، څه باندې شل کاله کېږي چې د تیکا موسسه په افغانستان کې فعالیت کوي او په راتلونکي کې به هم دوام وکړي.  په پای کې د کابل ژوبڼ رئیس عزیزګل ثاقب پخپلو خبرو کي د مرسته شویو وسایلو پر ورځنۍ استفادې او اهمیت خبرې وکړې.