د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دیارلسمې ناحیې په بازارونو کې د لومړنیو توکو له نرخونو څارنه وشوه

19 حوت 1403

14484.jpg (1820 × 1024)

د نرخونو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي کمیسیون له خوا د دیارلسمې ناحیې په بازارونو کې د لومړنیو توکو له نرخونو څارنه وشوه او هغه هټيوال چې، سرغړونه یې درلوده له قانوني چلند سره مخ شول. د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست مرستیال انجنیر عصمت الله انصار وویل چې، له یو شمېر سوداګرو او د خوراکي توکو له واردونکو شرکتونو سره همغږي شوې  ترڅو د لومړنیو خوراکي توکو په بیو کې چې، هېڅ محدودیت پرې نشته ټیټوالی راولي. دغه راز یو شمېر پلورونکو ته سپارښتنه وشوه چې، د توکو له احتکار څخه ډډه وکړي، انصاف په پام کې ونیسي ترڅو ښاریان وکولای شي د روژې په مبارکه میاشت کې  خپل د اړتیا وړ توکي په ښه کیفیت او مناسب قیمت ترلاسه کړي. په دې وروستیو کې یو ځل بیا د برچي سیمې ټولو هټیوالو ته سپارښتنه شوې ده چې، نرخنامه په لید وړ ځای کې نصب کړي او د هغې مطابق دې خپل توکي وپلوري.