الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د لسمې ناحیې د اوسېدونکو له لوري وستایل شو

19 حوت 1403

14486.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال د ښاري مدیریت په برخه کې د ارزښتناکه کړنو په ځانګړې ډول د ادرس موندنې برنامې د ښه تطبیق له امله د لسمې ناحیې د اوسېدونکو له لوري وستایل شو. د شهید سردار عبدالقدوس خان اعتماد الدوله د کورنۍ او د سیمې د اوسېدونکو په استازیتوب سردار مسعود اعتمادي په خپلو خبرو کې د کابل ښاروالۍ وروستۍ کړنې وستایلې او خپل رغنده وړاندیزونه او نظرونه یې له کابل ښاروال سره شریک کړل. ورته مهال کابل ښاروال ځان د کابل ښاریانو خادم یاد کړ او یې ویل: د خلکو ملاتړ او هڅونه دوی ته د کار کولو لا ډېر قوت ورکوي ترڅو د آبادۍ او پرمختګ په برخه کې لا ډېر اوچت ګامونه واخیستل شي. کابل ښاروال وړاندې وویل: د خلکو پر ځای غوښتونو ته رسېدنه زموږ لومړیتوب دی او له موجوده سرچینو او فرصتونو څخه په ګټه اخیستلو به د خلکو د ستونزو هوارولو په برخه کې کار واخیستل شي.