د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.75 افغانی
1 یورو 75.76 افغانی
1 درهم 19.98 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 251 افغانی
1 هندی 786 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ مشرتابه د سړک جوړونې او ودانیزو شرکتونو له استازو سره ناسته وکړه

20 حوت 1403

 14496.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په داسې حال کې چې، د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر او د فني او تخنیکي څانګو رئیسانو هم حضور درلود د سړک جوړونې او ودانیزو قراردادي شرکتونو له استازو سره  ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې کابل ښاروال د پروژو د کار پر چټکتیا او ښه کیفیت د ټینګار ترڅنګ، قراردادي شرکتونو ته په خطاب کې وویل: د پروژو په چارو کې سرغړونې کابل ښاریانو او د کابل ښاروالۍ مشرتابه ته د منلو وړ نه دي او په جدي توګه به تعقیب شي. که د پروژو په چارو کې هر ډول سرغړونې ولیدل شي، کابل ښاروالۍ به له سرغړونکي قراردادي شرکت سره خپل قرارداد فسخ کړي. دغه راز کابل ښاروال وویل: د ښار په کچه د ټولګتو پروژو چارې باید په پوره ایماندارۍ او امانتدارۍ او له غفلت پرته ترسره شي. قراردادي شرکتونه مکلف دي چې د سړک جوړونې چارې د ډیزاین مطابق په معیاري توګه او په ټاکلي وخت بشپړې کړي او هیڅ چاته اجازه نه ورکول کیږي چې، د ټیټ کیفیت کار په ترسره کولو سره، د بیت‌المال سرمایه او فرصتونه ضایع کړي. نوموړي زیاته کړه چې، د کار په بهیر کې د اوبو شیندلو، خوندیتوب او د ودانیزو اضافي توکو د لېږد په برخه کې باید په خپل وخت اقدام وشي. کابل ښاروال دا هم وویل، چې کابل ښاروالۍ د ملي پانګوالو او د کورنیو ودانیزو شرکتونو ملاتړ کوي، په دې شرط چې ودانیزې چارې یې په معیاري ډول وي، ځکه کابل ښاروالۍ د کابل ښار د معیاري ودې او پراختیا لپاره ژمنه ده