الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو چارې روانې دي

21 حوت 1403

14504.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو چارې ۷۰ سلنه مخته تللې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکو ۳ میاشتو پورې بشپړې شي. د یاد ریاست مرستیال انجنیر محمد داود ځواب وویل چې، دا ودانۍ په ۸۵۰ متر مربع ځمکه، د یوې تکهوۍ په ګډون پنځو پوړونو کې ډیزاین شوې ده چې، په هغه کې اداري دفترونه، د غونډو خونه، دهلیز، پخلنځی، د کاري وسایلو د ساتنې خونه او تشنابونه په پام کې نیول شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې، په دې وروستیو کې د ودانیزو توکو د لابراتوار ودانۍ  د جوړولو چارې هم په ۳۰۰ متر مربع ځمکه کې پیل شوې دي چې، په معیاري توګه به د یو پوړ په درلودلو سره په ۴ میاشتو کې بشپړه شي. د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د ښاري زیربناوو د جوړولو او ساتلو په برخه کې فعالیت کوي او اړتیا وه ترڅو د یاد ریاست کارکوونکي په یوه مناسب کاري چاپېریال کې ښاریانو ته ښاري خدمتونه وړاندې کړي.