الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پنځلسمې ناحیې اړوند بازارونو څخه ۲.۵ ټنه بې کیفیته توکي راټول شول

14508.jpg (1820 × 1024)

د پنځلسمې ناحیې د مسئولینو له خوا له بازارونو څخه د څارنو په لړ کې (۲۵۰۰) کیلو ګرامه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي چې، د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شول. د پنځلسمې ناحیې رئیس انجنیر عبیدالله شیرزاد په دې اړه وویل: په دې موادو کې شیدې، ملايي، مکروني، بیسکویت، د لوبیا او نخودو کنسرو، د مینځلو  او څښاک توکي شامل دي. نوموړي زیاته کړه چې، د ښاریانو د روغتیا خوندی ساتلو په موخه، د یادې ناحیې د چاپېریالي روغتیا څانګې له لوري له بازارونو څخه څارنې روانې دي او له ښاریانو یې وغوښتل چې، د خپلو اړتیا وړ توکو پېرلو پرمهال د هغوی نېټې او کیفیت ته پام وکړي