الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د سوداګرو لپاره د پانګونې د فرصتونو برابرولو په اړه ناسته ترسره شوه

22 حوت 1403

14510.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د یادې ادارې د بېلابېلو برخو له مسئولینو سره د پانګونې د فرصتونو رامنځته کولو په اړه ناسته ترسره کړه. کابل ښاروال وویل: د کابل ښاروالۍ د یو شمېر ملکیتونو اقتصادي ظرفیتونه پېژندل شوی دی او له هغه څخه باید مناسبه ګټه واخیستل شي او سوداګر په هغوی کې خوندي پانګونه وکړي. په همدې توګه د کابل ښاروالۍ یو شمېر ملکیتونه په ځانګړې توګه له غصب بېرته راګرځول شوې ځمکې د پانګونې لپاره مناسبې دي؛ لومړی به په دې په اړه تخنیکي او فني مطالعات ترسره شي او وروسته به تدارکاتي پړاونو ته داخلې شي. د پانګونې لپاره د غوره فرصتونو له رامنځته کېدو سره به کابل ښار اقتصادي وده وکړې او ډېری هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره شي. له بل لوري له دې لارې به د کابل ښاروالۍ په عوایدو کې ډیروالی راشي او په بدل کې به یې ښاریانو ته غوره ښاري خدمتونه وړاندې شي.