ابویاسر پښتون
روژه د اسلام د مبارک دین له پنځو بناوو څخه ده چې، پاک خدای(ج) په هر مسلمان باندې په کال کې یوه میاشت فرض کړې ده. د دې تر څنګ مسلمانانو ته په دغه میاشت کې له یو بل سره د ښو اخلاقو او ښې رویې سپارښتنه هم شوې.
روژه یوازې د خوراک او څښاک څخه منع کېدل نه دي، بلکي د لاس، ژبې او د بدن له نورو غړو څخه دې هم باید بل چا ته زیان ونه رسیږي.
روژه ډیرې دنیاوي او اخروي ګټي هم لري، چې په دنیا کې د انسان بدن ته ګټه رسوي او په آخرت کې ورته الله(ج) په سختۍ او ستونزو کې د نیول شوې روژې اجر هم ورکوي.
لکه څنګه چې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد(ص) فرمایلي دي: دروژې د نیولو په وسیله روغتیا موندلای شی.
دلته د روژې هغو روغتیایې ګټو ته اشاره کیږي کوم چې، روغتیا پوهانو د روژې په تړاوو له څېړنو وروسته په ډاګه کړي دي:
دغو څېړنو ثابته کړې چې، روژه د انسان بدن ته ډېره ګټه لري او د ډېرو ناروغیو په وړاندې د انسان بدن پياوړي کوي.
د دغو څېړنو له مخې روژه ځیني ناروغۍ د صفر کچې ته راټیټولی شي او د سرطاني حجرو د فعالیت مخه نیسي. دغه راز روژه د ژر زړښت مخنیوی او د وزن په کمولو کې مرسته کوي.
روغتیا پوهان د چاغښت د مخنیوي لپاره د روژې په نیولو ټینګار کوي، ځکه د روژې په نیولو سره د انسان په بدن کې شته زیان رسوونکی غوړ له منځه ځي.
د روغتیا پوهانو د څېړنو له مخې، روژه د لوړ فشار لرونکو خلکو لپاره ښه علاج دی، دغه راز ډاکټران وایي، روژه د بیلابیلو ناروغیو پر وړاندې د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي.
د انسان معده د کال په اوږدو کې د ډول ډول خوړو له کبله له یو شمېر روغتیایي ستونزو،ستړیاوو او ناخوالو سره مخ کېږي چې د دې ډول ناروغیو او احتمالي ستونزو مخنیوی تر ټولو ښه درمل د رمضان د میاشتې روژه ده او معده په داسې ډول تصفیه کوي چې د خپلو راتلونکو فعالیتونو لپاره په ښه توګه چمتو شي.
د انسان بدن هم له هر اړخه سالمې روزنې ته اړتیا لري او دغه ډول روزنه یوازې د رمضان د میاشتې په روژه کې د بدن لپاره ترسره کېږي چې ګڼې روغتیايي ګټې لري. همدارنګه روژه له روحي اړخه هم د بدن لپاره داسې ګټې لري چې، د هر ډول ستونزې په وړاندې د صبر او طاقت په برخه کې ورسره مرسته کوي.
د روغتیایي ماهرانو په اند، د انسان بدن د کال په اوږدو کې له ډول ډول کړاوونو او ستونزو سره مخ کېږي او د بدن ټول غړي یې د راز راز خوړو له امله د ستړیا احساس کوي، چې روژه دغه ډول ستړیا ته د استراحت تر ټولو غوره لار ګڼل کیږي.
تجربو دا هم ښودلې ده، څومره ذهني تمرکز چې یو انسان ته په روژه کې په لاس ورځي په بل هېڅ وخت کې د داسې یو تمرکز شونتیا ورته ممکنه نه وي.
همدارنګه د رمضان د میاشتې د روژې پر مهال د انسان د معدې او زړه غوښتنې د یو بې مثاله صبر په درشل کې قرار لري او د زیاتو هغو څیزونو (خوراک او څښاک) سره یې فکر نه وي چې له روژې پرته یې په خیال کې را ګرزوي، چې همدغه فرصت ذهن ته یو غوره تمرکز او ځواکمنتیا ور په برخه کوي. البته دا ځواکمنتیا هغه چاته په برخه کېږي، چې په ریښتنې توګه د دې میاشتې په اهمیت و پوهېږی او له سستۍ او لټۍ څخه ځان و ژغوري.
دغه راز روژه د دې لامل کېږي، چې انسان تر ډېره حده په دې میاشت کې د خوږو په خوړو کې کموالی راولي چې دغه راز کموالی د شکرې(دیابت) په ناروغۍ د اخته کسانو لپاره ګټور دی. د رمضان په میاشت کې وینه فرصت مومي چې خپل کولیسټرول کم کړي او د لوړ فشار درلودونکو کسانو د بدن د وینې فشار ټیټ شي.
داسې هم پېښېږي چې که د یو ناروغ د وینې د فشار د لوړېدو ناروغي په لومړي پړاو کې قرار و لري او نوموړی په ښه توګه ورته ځیر وي، نو د روژې د نیولو په وسیله له دې ناروغی څخه تر ډېره خلاصون مومي.
له بلې خوا روژه د شکرې ناروغۍ ته اجازه نه ورکوي چې په زیاته اندازه د انسان په بدن باندې حمله وکړي.
کله کله د انسان بدن د ځینو عواملو له کبله د خپلو فعالیتونو د ګډوډیو له یوې مرحلې سره مخ کېږي، چې دا شان ګډوډۍ د راز راز روغتیايي ستونزو د رامنځته کېدو لامل کېږي. خو روژه د دغه راز ګډوډیو او اختلالاتو مخنیوی کوي او د انسان بدن داسې چمتو کوي، چې خپلو فعالیتونو ته په منظمه کرښه د خوځېدو فرصت په لاس ورکړي. په پای کې هر مسلمان انسان ته په کار ده چې، د پاک خدای(ج) د خوښۍ او دخپلې روغتیا د خوندي توب په موخه، روژه ونیسي او څنګه چې پورته هم ورته اشاره وشوه،په دغه مبارکه میاشت کې نه یوازې داچې، ځان له خوړو او څښاک څخه وساتو، بلکې د لاس، ژبې او د بدن د نورو غړو په وسیله هم باید بل چا ته زیان ونه رسوو.