د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د بېلابېلو ناحیو له اوسېدونکو سره وکتل

26 حوت 1403

14543.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د ښاریانو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د ۵مې، ۶مې، ۱۱مې، ۱۳مې، ۱۵مې، ۱۶مې او ۲۲مې ناحیو له اوسېدونکو سره وکتل. په دې کتنه کې کابل ښاروال دیادو ناحیو د اوسېدونکو له خوا دیو شمېر سړکونو او کوڅو د خرابوالي، د تنظیفي او زرغونتیا برخو د خدمتوتو او ځیني نورو ټولنیزو او ښاري ستونزو له اورېدو وروسته وویل: کابل ښاروالۍ به د بېلابېلو ناحیو د اوسېدونکو د ستونزو د هوارولو په موخه، له شته امکاناتوڅخه په ګټه اخیستنې سره ښاري خدمتونه ته وده ورکړي او د ښاریانو معقولو غوښتنو ته به رسېدنه وکړي.  کابل ښاروال زیاته کړه، موږ هڅه کوو چې ښاریانو ته له هوساینې او آرامۍ ډک ژوند برابر کړو،د کابل ښاروالۍ پروژې د ښار په هره ناحیه کې د متوازنې پراختیا له اصولو سره سم ډیزاین او پلي کیږي او په پلي کولو کې یې له دې ادارې سره د ښاریانو مرسته اړینه ده.  کابل ښاروال یو ځل بیا ځان د کابل ښاریانو خدمتګار وباله او ويې ويل: د خلکو ملاتړ او هڅونه موږ ته لا زيات قوت راکوي چې د کابل ښار د تل پاتې آبادۍ او ښه پرمختګ لپاره کوټلي او مثبت ګامونه واخلو. په پای کې کابل ښاروال د یادو ناحیو د اوسیدونکو له خوا، د هغه د ارزښتناکو او ګټورو خدمتونو له امله وستایل شو. دغو ښاریانو  وویل چې، د کابل ښاروالۍ د مشرتابه له خوا ترسره شوې فعالیتونه د ستاینې او قدر وړ دي