شاهین
میوې تل په غذایي رژیم کې ثابت او زیات وخت ګټورې دي، په خوراکي برخه کې خوندور او د ارزښت وړ وي. میوې زیات غذایي او روغتیایي ارزښت لري، چې له هغه جملې څخه ويټامینونه او معدني مواد دي. هره میوه بېلاېیل ویټامینونه او معدني مواد لري. د بېلګې په توګه، ویټامین سي په کیوي، مالټه، کیله، مڼه او آلو، او همدارنګه په نورو میوو کې ډول ډول ویټامینونه شتون لري.
د افغانستان میوې نن ورځ په ډیرو ارزښت لرونکو او خوندورو خوړو باندې بدلې شوې دي، چې د دې په مصرف سره د بدن روغتیا او د اړتیا وړ انرژي ترې پوره کېږي.
په همدې موخه یې د خلکو غوښتونو له مخې نن ورځ په بازارونو کې زیات اخیستونکي پیدا کړي دي او ورځ په ورځ یې پېرودونکي او استعمالوونکي زیاتېږي.
د افغانستان ځینې مهمې صادرونکې میوې.
۱- جلغوزي: د افغانستان جلغوزي د هېواد د صادراتو یو مهم کرنیزه محصول دی، چې د هند، پاکستان، چین او نورو اروپایي هېوادونو ته صادرېږي او د افغانستان د اقتصاد په برخه کې مهم رول لري.
۲- انګور: د افغانستان انګور د ښه کیفیت او خوند له امله مشهور دي، او په سیمه ییزو او نړیوالو بازارونو کې ښه اخیستونکی لري.
۳- زردآلو: د افغانستان زردآلو د خپل خوږوالي او خوندور طبیعت له امله پیژندل کیږي او په پراخه کچه صادریږي.
۴- بادام: د افغانستان بادام د خپل لوړ کیفیت او طبیعي خواص له امله مشهور دي، او په نړیوالو بازارونو کې په زیاته کچه مصرفونکي لري.
۵-انار: د افغانستان انار د خپل تازه والي او خوند له امله پیژندل کیږي او سیمه ییزو او نړیوالو بازارونو ته صادریږي.
۶- مڼه: د افغانستان مڼې د خپل خوږوالي او تازه طبیعت له امله مشهورې دي او په پراخه کچه صادریږي.
له دغو ميوو سربیره، د افغانستان ځینې نورې میوې هم سیمه ییزو او نړوالو بازارونو ته صادریږي چې د افغانستان د کرنیز اقتصاد مهمه برخه تشکیلوي.