الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د اتمې ناحیې په بازارونو کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څارنه وشوه

2 حمل 1404

14583.jpg (1820 × 1024)

د اتمې ناحیې د مسئولینو له خوا د یادې ناحیې په بازارونو کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څارنه وشوه او سرغړونکو ته له تادیب سربېره، لازمې سپارښتنې وشوې. د اتمې ناحیې رئیس مفتي روح الله  عثماني په دې هکله وویل: په هټیو، لویو پلورنځیو او قصابیو کې د لومړنیو خوراکي توکو او په خیاطیو کې د جامو ګنډلو له نرخونو څارنه وشوه، او هغه پلورونکي چې خپل توکي یې د نرخنامې مطابق پلورل وهڅول شول او هغه پلورونکو ته چې سرغړونې یې درلودې د اصلاح په موخه اړینې سپارښتنې وشوې. نوموړي زیاته کړه چې، د ښاریانو د روغتیا خوندیتوب په موخه به د توکو له نیټې او کیفیت څخه څارنې دوام ولري ،ترڅو ښاریان وکړای شي د روژې په مبارکه میاشت کې خپل د اړتیا وړ توکي په مناسب قیمت او لوړ کیفیت تر لاسه کړي.