د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 72.5 افغانی
1 یورو 78.27 افغانی
1 درهم 19.57 افغانی
1 تومان 0.820 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

رمضان د ثوابونو حيرانوونکی موسم

ليکنه: احسان الله دعوتيار

14587.jpg (2500 × 1100)

د الله تعالی ټول اوامر او نواهي که هغه مالي یا بدني وي، دواړه له بې شمېره دنيوي او اخروي ګټو او حکمتونو څخه ډک دي. که موږ د هغو په ګټو پوهېږو يا نه پوهیږو، او اړتیا نشته چې پوه شوو او بيا يې ومنو، بلکې موږ باندې لازمي ده چې د الله تعالی امر و منو.

روژه يوه ستره فريضه ده چې د اخروي او دنيوي ګټو سر بېره، بې شمېره ټولنیزې او بدني ګټې هم لري، د ثوابونو د ترلاسه کولو ښه موسم او له بېوزلو سره د مرستې او تعاون ښه او قيمتي فرصت دی، که دا فرصت او قيمتي وخت پر موږ راځي نو لومړی بايد د الله تعالی بې شمېره حمد او ثنا ووايوو، او بيا ددې مياشتې په ښه عبادت کې زياته هڅه وکړو تر څو دا قيمتي وخت راڅخه ضايع نشي.

د دې مياشتې د غوره والي او ښو اعمالو څو نمونې د ثواب په نيت دلته ذکر کوو:

1- پـه روژې سـره تقوا زياتيږي:

الله تعالی د قرانکریم د سورة البقره په ۱۸۳ایة کې فرمايي:

ژباړه: ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی، فرض شوې ده پر تاسو روژه لکه څرنګه چې فرض شوې وه پر هغو چې له تاسو وړاندې ؤ، ددې لپاره چې تاسو وویریږئ

2- روژه ګناهونه له منځه وړي:

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

ژباړه: د پنځه لمونځونو، له یوې جمعې تر بلې جمعې او له یو رمضان څخه تر بل رمضان پورې، رژونکي دي د وړو ګناهونو کوم چې د دې په منځ  کې دي، پدې شرط چې له غټو ګناهونو ځان وساتي. مسلم شریف

همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم په یو بل حدیث شریف کې فرمايي:

ژباړه: چاچې ونیوله روژه په ایمان او عبادت سره مخکیني ګناهونه به یې ورته وبخښل شي.

3- روژه لـه جهنم څخه د لرې والي وسيله ده:

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

ژباړه: چا چې یوه روژه د الله تعالی لپاره ونیوله نو لیرې به یې کړي الله تعالی له اور څخه د اویا کالونو په اندازه. بخاري شریف

4- د روژه نيوونکي دعـا قبليږي:

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

ژباړه: د درې کسانو دعاء نه ردیږي، د عادل امام، د روژه لرونکي تر هغې چې روژه ماته کړي، او د مظلوم کس ښیرا. ترمذي.

5- روژه د دوه لويو خوشحاليانو د ګټلو وخت:

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

ژباړه: د روژه لرونکي لپاره دوه خوښۍ دي، یوه هغه چې کله روژه ماتوي، او بله هغه چې کله له الله تعالی سره ملاقات کوي. بخاري شریف.

6- د روژې بدله الله تعالی خپله ورکوي:

پدې اړه الله تعالی په حدیث قدسي کې داسې فرمایي:

ژباړه: د بنده هر عمل د هغه لپاره ده بغیر له روژې څخه بیشکه دا زما لپاره ده او زه یې بدله ورکووم، او روژه ډال یا سپر ده. بخاري شریف

7- د روژتي په اندازه ثواب ګټل:

 بل انسان ته روژه ماتی برابرول، دا يو غوره عمل دی، ثواب او اجر يې دومره دی لکه د روژه نيوونکي په اندازه، پرته له دې چې د هغه په اجر کې کموالی راشي.

ژباړه: چاچې یو روژه لرونکي ته روژه ماتی ورکړ د هغه (روژه تي) په شان اجر لري بغیر لدې چـې لـه روژه لـرونکي څـخه کوم څه اجر کم شي.

8- جنت ته د ننوتلو ځانګړې دروازه:

 دا هغه مقام دی چې يوازې روژه لرونکو ته ورکول کيږي، او روژه تيان به له دې دروازې څخه جنت ته داخليږي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

ژباړه: په جنت کې یوه دروازه ده چې ریان نومیږي چې بغیر له روژه لرونکو څخه بل څوک نه داخلیږي وبه ویل شي روژه لرونکي چیرته دي؟ دوی به را ولاړ شي او داخل به شي کله چې دوی داخل شي نو دروازه به بنده شي او بیابه له هغې دروازې څخه هیڅ څوک داخل نشي. بخاري شریف

9- په روژه کې نفل په فرضونو او فرض د اويا فرضونو اجر لري:

ژباړه: چاچې په روژه کې د خیر د یوه کار په کولو سره راتګ وکړ دا داسې ده لکه په نورو وختونو کې یې چې فرض اداء کړي وي او چاچې پکې یو فرض پر ځای کړ یعنې یو فرض حکم یې اداء کړ دا داسې ده لکه په نورو وختونو کې یې چې اویا فرضونه اداء کړي وي. رواه ابن خزیمه 

په روژه کې اړين کارونه:

1- نیت خالص(صفا) کول:

څومره چې په عبادت کې اخلاص محبت او رښتينولي وي، په همهاغه اندازه يې اجر او ثواب زياتيږي، ځکه چې ټول عملونه تر نیت پورې تړلي دي د بخاري شریف حدیث دی.

ژباړه: بیشکه ټول عملونه تر نیت پورې تړلي دي. بخاري شریف

2- د سحري (پیشلمي) کول:

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

ژباړه: پیشلمی وکړئ ځکه چې پیشلمي کې برکت ده. بخاري شریف

3- د روژه ماتې په وخت کې بېړه کول:

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

ژباړه: له لاسه نه ورکوي خلک هغه خیر، کوم چې په تلوار د روژه ماتې سره تر لاسه کیږي. مسلم

4- د بدو خبرو او بدو کارونو ترسره کولو څخه ځان ساتل:

ژباړه: چـاچې د رمضان په میاشت کې دروغ پرینښودل نو د هغـه د خوراک او څښاک پریښودلو ته د الله تعالی اړتیا نشته. بخاري شریف

5- صبر کول:

روژه د صبر او زغم مياشت ده، په همدې خاطر اسلامي هدايات داسې دي چې که څوک تاسره جګړه هم کوي نو ستا ځواب به داوي چې زه روژه يم.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

ژباړه: روژه ډال ده، نو کله چې له تاسو څخه کوم یو روژه وي نو جګړه دې نه کوي او بد الفاظ دې نه وایي او که چا ورته کنځلې وکړې او یا یې جنګ ورسره کاوه نو ورته دې ووایي چې زما روژه ده. بخاري شریف

6- د قرآن تلاوت، اذکار او درود شريف زیات ويل:

په روژه کې قرآن کريم نازل شوی، روژه مبارکه مياشت ده، په عادي حالاتو کې يې يو ټکی لس اجرونه لري، رمضان کې به دا څو برابره له نورو وختونو څخه زيات وي. 

7- د دعاګانو زیاتول:

ډیردعا کول، له يوې خوا دعاء خپله عبادت او د عبادت مغز ده، روژه لرونکي يو له هغو کسانو څخه دی چې، دعاء يې قبليږي او تر ټولو ښه وخت يې د روژه ماتې وخت دی، لکه وړاندې چې هم پرې بحث وشوو.

ژباړه: د دریو کسانو غوښتنه یعنې دعاء نه ردیږي د عادل امام، روژه لرونکي او د مظلوم ښیرا. ترمذي

8- اعتکاف کول:

اعتکاف نبوي سنت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به تل ترسره کاوه.

9- د لیلة القدر لټون:

د لیلة القدرپه شپو کې عبادت کول، له زرو میاشتو څخه غوره دي. 

الله(ج) د لیله القدر شپې د غوره والي په اړه فرمایي:

ژباړه: د قدر شپه د زرو میاشتو څخه غوره ده.

10- له بېوزلو سره زیاته مرسته کول:

رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمايي

ژباړه: غوره صدقه د رمضان میاشتې صدقه ده. رواه الترمذي.

11- له حسد او کينې څخـه ځان ساتل:

عفوه او بښنه کول، رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمايي

ژباړه: حسد او کينه نېکیانې داسې خوري لکه اور چې لرګي خوري.

الله تعالی دې په دې قيمتې ورځو کې موږ ته دښه عبادت کولو توفيق راکړي.