الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د هوايي ډګر ختيځ لوري ته د کانال جوړولو پروژه بشپړه شوه

3 حمل 1404

14598.jpg (1820 × 1024)

د نهمې او پنځلسمې ناحیو اړوند د هوايي ډګر ختیځ خواته د یوه لوی کانال د جوړولو پروژه بشپړه شوه او ډیر ژر به کابل ښاروالۍ ته  وسپارل شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنايي پروژو د څارنې آمر انجنیر محمد حامد سادات په دې اړه وویل: دغه کانال چې په ټولیزه توګه (۳۵۲۱) متره اوږدوالی، (۲.۶) متره سور او (۲.۴) متره ژوروالی لري، د جوړولو چارې یې د تېر کال په نیمايي کې پیل شوې وې، اوس د (۹۹) میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې. نوموړي زیاته کړه، یاد کانال د هوايي ډګر د سویلي سیمو سطحي اوبه شمال خوا ته د وزیر آباد کانال ته لېږدوي. د دې کانال په جوړېدو سره له یوې د هوايي ډګر د څلورلارې او نورو ورڅېرمه سیمو کې سړکونو ته د اوبو راوتلو ستونزه هواره شوه او بله خوا به د سړکونو د ژر ویجاړېدو  مخه هم ونیول شي