د کابل ښاروالۍ، د امارتي شرکتونو ادارې، برشنا شرکت، د اوبو رسونې او ښاري فاضلاب شرکت، افغان ټیلي کام او افغان پوست شرکت ترمنځ د سړک جوړونې پروژو د ستونزو لمنځه وړلو په اړه غونډه ترسره شوه. کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په داسې حال کې چې، د امارتي شرکتونو د ادارې رئیس مولوي احمد جان بلال، د اوبو رسونې او ښاري فاضلاب شرکت رئیس غلام رحمن کظیم، د برښنا شرکت رئیس ډاکتر عبدالباري عمر او د افغان پست رئیس شتون درلود د سړک جوړونې پروژو پر وړاندې د یو شمېر شته ستونزو څخه یادونه وکړه او ویې ویل: د سړک جوړونې له پروژو څخه مخکې باید د اوبو رسونې، انټرنټ، برښنا او اور وژنې د شبکو په اړه د یادو ادارو د مسئولانو ترمنځ همغږي ترسره شي، د پروژو پلان دې د ښاري سکټور له ادارو سره شریک شي ترڅو د پروژو په پلي کېدو کې ستونزې رامنځته نشي. ورپسې ګډونوالو د سړکونو له بې ځایه کیندنو څخه د مخنیوي، د پروژو په ډیزاین کې د شبکو لپاره د اضافي ځای په نظر کې نیولو، د ښاري فاضلاب د تصفه خونو رامنځته کولو او یو شمېر نورو برخو کې خپل نظرونه شریک کړل او ویې ویل چې، د ښاري سکټور د ادارو ترمنځ دې یوه ګډه کېټه رامنځته شي ترڅو د سړک جوړونې د پروژو په وړاندې ستونزې هوارې کړي او پروژې په ټاکلي وخت پلې شي. په همدې توګه د غونډې ګډونوالو د سړک جوړونې په برخه کې د کابل ښاروالۍ له فعالیتونو هرکلی وکړ او د سړک جوړونې پروژو د پلي کېدو او د ښاري زیربناو د ساتلو په برخه کې یې له کابل ښاروالۍ سره د همکارۍ ژمنه وکړه. د یادونې وړ ده چې، له بده مرغه مخکې د ښار په کچه یو شمېر سړکونه او پلې لارې د همغږۍ نشتون له کبله د اوبو رسونې، برښنا او انټرنټ شبکو لپاره بې ځایه او په غیر معیاري توګه کېندل کېدې او په ویجاړ حالت پرېښودل کېدې
د سړک جوړونې پروژو د ستونزو لمنځه وړلو په اړه د همغږۍ غونډه ترسره شوه
3 حمل 1404