د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 72.5 افغانی
1 یورو 78.27 افغانی
1 درهم 19.57 افغانی
1 تومان 0.820 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ترافیکي امنیت ډولونه او اهمیت

پوهنمل سمونیار محمد رسول (اکبری)

14612.jpg (2500 × 1100)

امنیت هغه حالت ته ويل کېږي چې، په هغه کې هیڅ کوم ګواښونکې عامل موجود نه وي. په یوه ټولنه کې هغه وخت ښه امنیت منځته راځي چې د ټولنې ټول وګړي خپلې دندې او مسئولیتونه وپیژني او په سمه توګه یې سرته ورسوي او تل قانون ته ژمن واوسي.

د امنیت راوستل او په ټولنه کې د عامه امن او نظم ټینګول د پولیسو دنده او مکلفیت دی، خو د ټولنې د ټولو وګړو مرسته هم اړینه ده، که چېرې د خلکو مرسته نه وي نو پولیس هم په یوازې توګه نشي کولای ښه امنیت رامنځته کړي.

د ترافیکي امنیت هغه قانوني او ټاکل شوي مکلفیتونه پیژنو چې، د مسئولو او اړوندو ادارو په غاړه دي ترڅو د دغو مکلفیتونو په پام کې نیولو سره خپلې اړینې کړنې تر سره او له ترافیکې پیښو څخه مخنیوې وکړي.

 لاندې ادارې د ترافیکي امنیت په رامنځته کولو کې مکلفیت لري:

۱ـ د ترافیکو څانګي په ځانګړي ډول د واټ پرمخ د ترافیکو پولیس.

۲ـ د واټ جوړونې څانګې.

۳- ترانسپورتي اتحادیـې او شرکتونه لکه: د بس ترانسپورت، تکسی، لارۍ او داسی نورې...

۴ـ د هغو کورونو اوسېدونکي چې د واټ ترڅنګ ژوند کوي.

۵- هغه خلک، شرکتونه، مؤسسي او د جوړونې ادارې چې د واټ تر څنګ ودانیز توکي اچوي.

ددې لپاره چې له ترافیکې ګواښونو او پیښو څخه مخنیوي وشې اړتیا ده چې واټونه د ترافیکې غوښتنو په بنسټ جوړ او د ترافیکې قواعدو او مقرراتو په پام کې نیولو سره ترې ګټه واخیستل شي.

منځپانګه:

د ترافیک امنیت د ټینګښت لپاره د ترافیکو د پولیسو اقدامات او تدابیر:  

۱ـ د لويو نندارو په وخت کې د ترافیکي امنیت ټینګښت.

که چېرې ننداره په ښاري سیمو کې په لاره اچول شوي وي، نو تر ټولو ښه امنیتي تدابیر دا دي چې، عادي او نورمال ترافیک له سیمې څخه لرې شي او جاري ترافیک نږدې او ترڅنګ واټونو ته واستول شي او د ګڼه ګوڼی څخه مخنیوي وشي. همدارنګه د پارکېنګ لپاره ټاکلي ځایونه جوړکړي، ځکه د ترافیکې ګڼه ګوڼی او ګډوډ ترافیک په شتون کې پلی لارویان له ګواښ سره مخ کېږي، چې د پارکینګونو جوړول د نندارو ترڅنګ ځایونو یا شاوخوا کې د ترافیکي امنیت په ټینګښت کې مهم رول لري. د بیلګې په ډول، ورزشی استدیوم. 

دا چې د ننداری لپاره ډیرعام وګړي برخه اخلی او ترافیکي امنیت ټینګ وي، اړینه ده چې نور نقلیه وسایط له یادې سیمې څخه لرې او یوازې امبولانس، د ترافیکي پیښو د څیړنې وسایط، اطفائیه او د پولیسو نقلیه وسایط دې پاتې شي څو د اړتیا په وخت کې ترې ګټه واخیستل شی.

۲ـ د ترافیکو د تنظیم پرمهال د ترافیکې امنیت د ټینګښت لپاره لاندی ټکې باید په پام کې ونیول شي:

الف ـ د نقلیه وسایطو د تم کېدو لپاره باید ښه او وړ ځای وټاکل شي، یعنی د ترافیکو د تنظیم کولو پولیس په داسې ځای کې ودریږي چې، د ترافیکو ټول ګډونوال په ښکاره ډول ولیدل شي او همدارنګه خپله پولیس هم د ګډونوالو له خوا د لیدلو وړ وي، په دې توګه دې پولیس په داسی ځای کې ودریږی چې هغه د ځمکې له سطحی څخه کابو (۶) سانتی متره لوړوالی ولری چې هغی ته موقع ويل کېږي.

ب ـ د ترافیکو د پولیسو اشارې دې په داسې ډول وي چې، د ترافیکو د ټولو ګډونوالو له خوا په ښکاره ډول د لیدو وړ وي او د ناسم پوهاوي وړ ونه ګرځي.

ج - د تنظیم کوونکي پولیس د امنیت لپاره ښه دا ده چې، په کوم ځای کې چې ولاړ وي روښانه وي او یا خپله په منعکسه جامو سمبال وي.

د ـ د پولیسو ترافیک دې په داسی ځـای کـې ودریږئ چـې، ترافیکي بهیر له خنډ سره مخ نه کړي. 

هـ  ـ د ترافیکې امنیت د ښه والی  او همدارنګه د دندې د غوره ترسره کولو لپاره اړینه ده چې، تنظیم کوونکی پولیس یوازې ځان د ترافیکو په تنظیم بوخت کړي او د نورو دندو د اجرا لپاره بل کس وټاکي.

و ـ د دندی په پیل او پای کې ترافیکې امنیت ډیر اړین دی او ډیر زیات رول لري.

۳ـ د لويو او درندو ترانسپورتونو د هرکلي پر مهال د ترافیکي امنیت ټینګښت.

په اصولي توګه د ټولو نقلیه وسایطو مجاز جوړښت عبارت دی: 

 سور(عرض) د ټولو نقلیه وسایطو تر ۲.۵ متره پورې، او ږدوالی یې ۲۴ متره، لوړوالی یې ۴ متره، او مجاز وزن یې تر۷۵ ټنه پورې دی.

 هغه بار چې د وېش او ټوټه کېدو وړ نه وي او د موټر له باډۍ څخه  بهر وتلی وي، نو د هغه مخ او شاته یوه سره او سپینه تیکه یا ټوټه چې اندازه یې۴۰۰ ملی متره وي وځړول شي او دشپی پر مهال د موټر مخ ته سپین څراغ او شاته سور څراغ نصب او روښانه شي، د ِغټو او درنو ترانسپورتونو نقلیه وسایط چې سور یې له ۳ متره ډیر وي د پولیسو له خوا یې امنیت نیول کېږي چې د دې ډول ترانسپورتونو د حرکت په هکله د اړونده ادارو له خوا ترافیک ته خبر ورکول کېږي تر څو یې د پولیسو له خوا امنیتی تدابیر ونیول شي.

درانه نقلیه وسایط اوغټ ترانسپورتونه په لاندی ډول دی:

۱ـ هغه توکي او جنسونه چې، د هغه ترانسپورت د یوه خط السیر څخه سر بیره ۳ متره نور هم په برکې ونیسي نو په دې صورت کې نورو ترافیکې ګډونوالوته ګواښ رامنځ ته کوي، لکه غټ ماشينونه، جنراتورونه، عسکری ټانګونه، کانتینرونه چې په ځانګړو وسایطو کې لېږدول کېږي.

۲ـ هغه ترانسپورتونه چې، لوړوالی یې له (۴) مترو څخه زیات وي او د پلونو، معبرونو، تونلونو او دهغه واټونو پرسر، چې د بریښنا او ټیلیفون لینونه غځیدلی وي د هغه په وسیله ګواښ رامنځته کېږي.

۳ـ هغه ځانګړی نقلیه وسایط چې پرهغو باندې غټ واګونونه لکه، د ریل د پټلی واګون چې له ښاری واټونو څخه تیریږی د مشایعت یا بدرقی سره ترسره کېږي. 

د غټـو یا ثقیله وسایطو د تـرانسپورت مشایعت د پولیسـو په واسطه معمولاً د ترافیکو د ګـزموي موټر په واسطه چې په بیسیم باندی سمبال وي او د دوه موټر سایکلو په واسطه تر سره کېږي.

پایله:

دا یقیني ده چې، ټولنیز ژوند اصولو او قواعدو ته اړتیا لري، کوم چې ټولنیز ژوند تنظیموي او عدالت تامینوي. 

هیڅ ټولنه له مقرراتو او اصولو پرته ژوند نشي کولای.

د اصولو او مقرراتو نشتوالی د انارشي او ګډوډۍ معنی لري، او بالاخره سقوط دی.

د بشري تاریخ لاره له تاوتریخوالي څخه قانون ته ده. څومره چې انسان له لومړني تمدن څخه د تمدن په لور حرکت کوي، په همهاغه کچه د انسان په ژوند کې د اصولو او قوانینو ځای روښانه کېږي. په متمدنه نړۍ کې یوه معقوله ده چه وایي: "هیڅ څوک له قانون څخه لوړ نه دی".

په بې نظمۍ او تاوتریخوالی باندې د بریا لاره، د قانون او مقرراتو په پام کې نیول دي، ځکه قانون او مقررات د هغه معیارونو ټولګه ده چې، دا اړیکې کنترولوي او موخه یې د یوې سالمې ټولنې رامنځته کول دي چې امنیت او بالاخره عدالت دی.  

د ترافیکی امنیت له ساتلو سره زموږ، د عامه وګړو او د ترافیک د ګډونوالو ژوند او مال خوندی وی، چې د ترافیکو واټ د قانون ۲۰ مه ماده داسی حکم کوی: (هغه کسان، ترانسپورتي شرکتونه او نورې ادارې چې، په عامه واټونو نقلیه وسایط په کاراچوي مکلف دي چې د تګ راتګ اصول په داسې ډول مراعات کړي چې د خلکو ژوند او مال او د دولت شتمني له ګواښ سره مخ نه کړي). له یادې مادې څخه ښکاره شوه چې، هره اداره او ګډونوال مکلفیت لری چې په عامه واټ کې داسی تګ او راتګ وکی چې له ترافیکی پیښو څخه مخنیوی وکړي ترڅو ترافیکی امنیت رامنځته شی. 

سرچینې:

* عدلیې وزارت رسمی جریده، پولیسو قانون، کال ۱۳۸۴. 

•عدلیې وزارت رسمی جریده، د واټ ترافیک قانون، کال ۱۳۶۰.

•عدلیې وزارت رسمی جریده، جواز سیر مقرره، کال ۱۳۸۴. 

•عدلیې وزارت رسمی جریده، د موټر چلولوجواز مقرره، کال ۱۳۸۴. 

•عدلیې وزارت رسمی جریده، د سیر او حرکت مقرره، کال ۱۳۸۴. 

•دانش، حمیدالله، ترافیکو حقوق، کال ۱۳۹۲.

پ