د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 72.5 افغانی
1 یورو 78.27 افغانی
1 درهم 19.57 افغانی
1 تومان 0.820 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د نړیوالو ژبو د زده کړو اهمیت او پر نورو ټولنو یی اغیزې

محمد فهیم دانش

14634.jpg (2500 × 1100)

آیا پوهیږئ چې نړیوالې ژبې په ژوند کې څه اهمیت لري؟ آیا پوهیږئ چې د نوې ژبې زده کړه ستاسو پر مورنۍ ژبه مثبت اغیز لري؟ آیا پوهیږئ چې د نړیوالو ژبو اهمیت تاسو ته کومې وړتیاوې دربښي؟ 

دا چې ژبه د افهام او تفهیم یو وسیله ده، نو زده کړه یې تر بل هر څه ډیر اهمیت لري.

نن سبا نړۍ د یو کلي حیثیت لري او په کلي کې د اوسېدو لپاره اړینه ده چې ته د کلیوالو په ژبه وپوهیږې، همدارنګه د خپل ورځني ژوند د پرمخ وړلو لپاره اړتیا ده چې یا به له یوچا څخه څه رانیسې او یا به په یو چا یو څه پلورې، دلته د رانیولو او پلورلو په برخه کې طبعي خبره ده چې لوري متفاوت وي، ستاسو لورۍ شاید د یو داسې هېواد وګړی وي چې له تاسره یې د ژبې قالب توپیر ولري نو پداسې حالت کې سوداګري ناشونې ده.

موږ او تاسو ته ښکاره ده چې، نن سبا سوداګري لوړې کچې ته رسېدلې او په داسې ځای کې قرار لري چې ترې پرته ژوند ناشونی یا په هیڅ حساب دی. همدارنګه د ژوند نورې برخې چې په لیکنه کې به پرې بحث ولرو هم د دې غوښتنه کوي چې باید د نورو ژبو زده کړې ته باید جدي پاملرنه وشي. 

نړیوالې ژبې د ژوند د اړتیاوو له جملې څخه ده چې، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې په سوداګرۍ، تعلیم، ورزش، ساینس، ټکنالوژي، نړیوالو اړیکو او کلتوري بدلون کې ورته په پراخه کچه اړتیا لیدل کیږي. 

نړیوالې ژبې ولې مهمې دي؟ د نړیوالو ژبو پر اساس کولای شو خپلې ټولنې ته د تعلیم او سوداګرۍ  او په ورته نورو برخو کې چې د یوې ټولنې د پرمختګ لامل کیږي وده ورکړو. 

له بل پلوه نړیوالې ژبې نه یوازې د تعلیم، سوداګرۍ، ورزش او نورو برخو کې له خورا اهمیت څخه برخمنې دي، بلکې د خلکو، هېوادونو او کلتورونو ترمنځ د اړیکو په ټینګښت کې خورا مهم رول لوبوي، لکه څرنګه چې د جرمني فیلسوف یوهان ولفګنګ فان گوته د نړیوالو ژبو په اړه وایې: د هرې نوې ژبې زده کول د یو نوي فرصت او دروازې خلاصول دي.

همدارنګه دا ډیره مشهوره خبره ده چې، کله ته په یوه ژبه پوه واوسې، ته یو شخص حسابیږې، خو که چېرې ته په څو ژبو پوه شې، ته څو نفره حسابېدای شې. راځئ له ځان څخه څو شخصه جوړ کړو، جامد پاتې نشو ځان په حرکت راولو او د نړۍ د دغه لوی کلي یو پرمختللی کلیوال ځان وشمیرو!

د بهرنیو ژبو زده کړه موږ سره په لاندې مواردو کې مرسته کوي:

۱- د اړیکو ټینګښت:

 د بهرنیو ژبو زده کړه د بېلابېلو هېوادونو وګړو سره د اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته کوي. د خپلو مشتریانو یا سوداګریزو شریکانو پر ژبه خبرې کول د باور یوه پیاوړې اړیکه رامنځته کولای شي. دا تاسو ته زمینه برابروي چې د هغوی سوداګریز اصول وپېژنئ، چې دا موضوع نن ورځ د نړیوال اقتصاد مهم اصل ګڼل کیږي.

۲- د کاري فرصتونو رامنځته کول: 

د یوې بهرنۍ ژبې زده کړه د زیاتو کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لامل کیږي.

ډېری شرکتونه داسې کسان په دندو ګماري چې وکولای شي له بیلا بیلو هېوادونو د مشتریانو یا سوداګریزو شریکانو سره اړیکه ونیسي، او یا هم د مشتریانو په جلبولو کې ځانګړی مهارت ولري، چې دا ډول مهارت درلودل یوازې په یوه ژبه د پوهېدونکي شخص کار ندې، نو د بهرنیو ژبو زده کړه تاسو ته دغه غوره والی دربښلای شي څو تاسو بیکاره پاتې نشئ.

۳- کلتور پېژندنه او فرهنګي اغیزې:

 د یوې بهرنۍ ژبې زده کړه نه یوازې له نورو خلکو سره د اړیکو نیولو لپاره مهمه ده، بلکې تاسو سره د یو هېواد د کلتور او تاریخ په پیژندلو کې مرسته کوي.

کله چې تاسو د یو بهرني کلتور نازک ټکي وپیژنئ او مطالعه یې کړئ نو د کلتوري غلط فهمیو مخه نیولی شئ، چې دغه چاره د بېلابېلو شالید لرونکو همکارانو او چاپېریال سره د ژر عادت کېدو لامل هم کیږي او تاسو نه پریږدي چې د یو بل هېواد له کلتور او غـولونکو شعارونو څخه متأثره شئ. خو د دې برعکس که چیرې موږ د هغه مطبوع هېواد په ژبه ونه پوهیږو نو موږ نشو کولای د هغوی لیکلي آثار مطالعه کړو، دلته د دې ډیر امکان شته چې موږ یې د ځینو درواغجنو تبلیغاتو تابع وګرځو او د هغوی د کلتور تر اغیزې لاندې راشو.

۴- ذهني پیاوړتیا: 

د بهرنیو ژبو زده کړه د اړیکو، سوداګرۍ او نورو برخو سربېره، د ذهن په پیاوړتیا کې ستررول لوبوي.

څېړنو ښودلې هغه کسان چې پر زیاتو ژبو خبرې کولالی شي د غوره حافظې او فکر درلودونکي او د ستونزو د حل وړتیاوې لري. سربېره پر دې، د بهرنیو ژبو زده‌کړه د لاسته راوړنې احساس درکوي او ستاسو باور زیاتوي او تاسو ته دا وړتیا درکوي چې، نوي چیلینجونه ومنئ او خپلې شخصي او مسلکي موخې ترلاسه کړئ چې په پایله کې تاسو له حالاتو سره د مقابلې یو پیاوړی مبارز جوړیدای شئ.

یو شمېر نورو څېړنو ښودلې ده چې، د نوې ژبې زده کړه د مغز حجم، روغتیا او فعالیت ته وده ورکوي، کوم چې نه یوازې ستاسو د خپلې ژبې ګرامر، تخلیقي وړتیا او کلیمې پیاوړې کوي، بلکې د نورو هېوادونو کلتور په درک کولو کې ستر رول لوبوي.

ډېری وخت موږ انګیرو چې د انګلیسي ژبې ویونکي خلک نه شو پوهولی، ځکه هغوی د بېلابېلو هېوادونو وګړي دي، خو د نورو ژبو پر مټ کولای شو کورني او بهرني وګړي ښه وپوهوو، هغوی درک کړو او په خپل ژوند کې د نويو او مثبتو فرصتونو د رامنځته کېدو شاهدان واوسو.

د نورو بهرنیو ژبو زده کړه موږ ته د راتلونکي لپاره ډېری دروازې پرانیزي او د تعلیم، سوداګرۍ، ساینس، ټکنالوژي او په نورو برخو کې ډېر فرصتونه رامنځته کوي.

د بهرنیو ژبو د زده کړې په وسیله موږ یوازې دا نه چې د ځان لپاره لاسته راوړنې درلودلای شو، بلکې د دې تر څنګ کولای شوو د هېواد لپاره د یو پیاوړي وګړي په حیث هم پاتې شو. د بیلګې په ډول، موږ کولای شوو بهرني وګړي د هغوی د ژبو په وسیله راجلب کړو، هغو ته قناعت ورکړو تر څو له موږ سره د هېواد د تعلیمي، سوداګري، ورزشي او نورو اړتیاوو په برخه کې همکار پاتې شي. د یو پرمختللي افغانستان په هیله.