ابویاسر پښتون
ونې، شنه بوټي، ګلان او زرغونې سیمې، د هوا او چاپېریال په پاک ساتلو کې خورا ارزښتناک رول لري. پاک خدای(ج) په خپل حکمت سره، ونو، ګلانو، کروندو او نورو زرغونو سیموته داسې خاصیت ورکړی، چې کولای شي پاکه هوا خوره او ککړه هوا جذب کړی.
اوس چې د پسرلي ښکلی موسم پیلېدونکی دی او په همدې نیت د کابل ښاروالۍ له خوا د نیالګیو کینولو کمپاین هم پېل شوی دی، هرښاري ته په کار ده چې، خپلې مټې بډ وهي او د یوه یا څو نیالګیو په کېنولوسره، د خپل ښار او خپل چاپېریال په ښکلا او زرغونتیا کې برخه واخلي او له دې سربېره دې د ښاروالۍ له خوا کېنول شویو نیالګیو څخه ساتنه او پالنه وکړي، ځکه دغه کار هم یوه اسلامي فریضه ده او هم یو مسئولیت دی.
دلته د یوه بوډا کروندګر کیسه را په یاد شوه چې د پسرلي له ښکلي موسم څخه یې ګټه اخیسته او دنیالګېو په کېنولو بوخت وو، په دې وخت کوم ځوان ترې داسې وپوښتل: بابا! ته چې په دې زیات عمر نیالګي کېنوې، آیا مېوه به یې هم وخورې؟
بوډا کروندګر ځواب ورکړ: بچیه! نورو کېنول موږ یې مېوه وخوړه، اوس یې موږ کېنوو څو یې نور مېوه وخوري. نو موږ ټولو ته په کار ده چې له همدې کيسې پند واخلو او د راتلونکي نسل د هوساینې او د خپل ښار او چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا په نیت، یو یا څو نیالګي کېنوو.
د اسلام مبارک او سپېڅلي دین، د انسانانو د دنیوي او اخروي ژوند د پاېښت او سوکالۍ لپاره ځانګړې او ګټورې لارښوونې او سپارښتنې لري او پاک خدای(ج) د نیالګېو، ونو او نورو شنو بوټو د کرلو په نیت خپلو بنده ګانو ته امر کړی او دې ته یې هڅولي ترڅو د هغو په کرنه، ساتنه او پالنه کې د زړه له کومې هلې ځلې وکړي.
په یوه حدیث شریف کې داسې راغلي دي: ژباړه: کوم لاسونه چې، په کروندو کې د بېل وهلو له امله ټناکې شوي وي، هغه لاسونه به د دوزخ اور لمس نه کړي.
په اسـلام کـې دا ډول ډېرې لارښـوونې او سـپارښتنې شته دي چې، انسان یې د ونو، بوټو او د غلو دانو کرلو ته هڅولی دی.
د چاپېریال ساتنې د پوهانو د څېړنو له مخې، په هغه سیمه کې چې هر څومره ونې،شنه بوټي او زرغونتیا زیات وي، په همهاغه کچه به دسیمې هوا پاکه او چاپېريال به یې تر ډیره حده د وژونکو ناروغېو له ګواښ څخه پاک او خوندي وي. هر څوک هیله لري چې په یوه پاک او سالم چاپېریال کې له خوښېو ډک ژوند ولري، خو د داسې چاپېریال رامنځته کول خپله د انسانانوپه لاس کې ده، نو اړتیا ده چې په رامنځته کولو کې یې له هیڅ راز هلوځلو ډډه ونه شي. د چاپېریال ساتنې پوهان وایي: هره لویه ونه د(۱۵) تنو انسانانو لپاره آکسیجن او پاکه هوا برابرولای شي.
اوس چې یو ځل بیا د نیالګېو کېنولو وخت را رسېدلی دی، هیله ده څو ګران هېواد وال په تېره کابل ښاریان، د امارت اړوند ادارې، خصوصي سکټور او نور بنسټونه، د خپل هېواد، خپل ښار او خپل چـاپېریال دزرغونتیا او ښکلا په موخه، په خـپلو سیمو، خـپلو ملکیتونو او د خپلو کورونو په شاوخوا کې یو یا څو نیالګي کینوي او په دوامداره توګه ترېنه ساتنه او پالنه یې وکړي.
دا باید په یاد ولرو چې، د نیالګیو کېنول آسانه دي خو ساتنه او پالنه یې لوی مسئولیت دی او ځانګړې پاملرنه او څارنه غواړي، د نیالګیو له خړوب څخه سربېره، هغه باید د ماشومانو او نورو بې پروا اشخاصو له خوا، له ماتولو او همدا شان د څارویو له خوراک څخه وساتل شي تر څو په راتلونکي کې یو پاک او سالم چاپېریال په واک کې ولرو.