الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کوچني اختر په مناسبت د ښار نوموتې سیمې د ښکلا په څراغونو روښانه او ښکلې شوې

14 حمل 1404

14656.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست په هڅو او د خصوصي سکټور په مرسته د ښار نوموتې او مشهوره سیمې د ښکلا څراغونو په نصبولو او د اختر د مبارکۍ په پیغامونو روښانه او ښکلې شوې. د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد د خصوصي سکټور له غړو چې د ښار په ښکلا کې یې برخه اخیستې مننه وکړه او ویې ویل: دا کار د هیوادنۍ مینې له مخې د کوچني اختر د نمانځنې په موخه ترسره شو چې ورسره جوخت به د ښاریانو په رواني دید کې او ښاري ښکلا کې مثبت بدلون راشي. نوموړي وړاندې وویل چې، په ښاري مسایلو په ځانګړې توګه په ښاري ښکلا کې د سوداګرو او ښاریانو برخه اخیستنه ملي روحیه پیاوړې کوي او د ښاري ښکلا په برخه کې به لا ډېر پلانونه د ښار په بېلابېلو سیمو کې پلي شي. قاري ولي ګل جواد همدا راز وویل: له اختر څخه نمانځنه زموږ کلتوري ارزښت دی چې، د هېوادوالو د یوالي سبب ګرځي او اړتیا ده چې د یوالي د ساتلو او پیاوړي کولو په برخه کې لا ډېر کار وشي. د نوموړي په وینا؛ هېڅ داسې ګام باید پورته نشي چې، زموږ له اسلامي او کلتوري ارزښتونو سره په ټکر کې وي.