الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قرغې فامیلیو په سیمه کې د کانال جوړولو چارې بشپړې شوې

17 حمل 1404

 14670.jpg (1820 × 1024)

د پنځمې ناحیې اړوند د قرغې فامیلیو په سیمه کې د کانال جوړولو چارې چې، د تېر کال په نیمایي کې پیل شوې وې په دې وروستیو کې بشپړې شوې دي او ډیر ژر به کابل ښاروالۍ ته وسپارل شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه کانال چې، (۴۹۰) متره اوږدوالی( ۱،۹) متره سور او (۱،۶) متره ژوروالی لري، په اساسي او معیاري ډول جوړ شوی، چې د ذاکرین – قرغې له سړک او د قرغې فامیلیو د کوڅو اوبه د قرغې آبرېزې ته لېږدوي.  د یادونې وړ ده چې، د دغه کانال په جوړېدو سره د ورڅېرمه سیمو د سړکونو له ژر ویجاړېدو څخه مخنیوی هم کیږي.