د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست له خوا په دې وروستیو کې له ښار څخه راټول شوي (۳۲۶۶۷) کیلو ګرامه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي چې دمصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه، د ګمارل شوي پلاوي په شتون کې له ښار څخه د باندې په ګزک سیمه کې له منځه یوړل شول. د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست د خوراکي توکو د کنټرول آمر رحیم الله الکوزي په وینا؛ په دغو موادو کې شېدې، ملايي، بیسکویت، غوړي، پنیر، د لوبیا او نخودو کنسرو، مرخیړي، د رومي بادنجانو روب، چپس، پاپړ او د څښاک غیر الکولي توکي شامل دي. نوموړي زیاته کړه چې، د ښاریانو د روغتیا خوندیتوب په موخه، د کابل ښار په کچه له بازارونو څارنې دوام لري او اړتیا ده چې، پلورونکي د بې کیفیته توکو له پلورلو څخه په کلکه ډډه وکړي، له دې پرته به له قانوني چلند سره مخ شي
څه باندې ۳۲ ټنه بې کیفیته توکي له منځه یوړل شول