د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لومړۍ ناحيې د وچې مېوې د سوداګریز مارکېټ د جوړېدو چارې به ډېر ژر بشپړې شي

19 حمل 1404

14697.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د خصوصي سکټور په مرسته، د لومړۍ ناحیې اړوند په سینما بهزاد سیمه کې د وچې میوې د سوداګریز مارکېت د جوړولو چارې روانې دي او ډیر ژر به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه مارکېټ د اقتصادي ودې او د بازار د تنظیم په موخه، په (۵۲۹۰) متر مربع مساحت سره د یوې تهکوۍ په ګډون په دوو پوړونو او پنځو بلاکونو کې جوړېږي. په یاد مارکېټ کې (۱۸۰) هټۍ، د (۱۰۰) موټرو لپاره پارکېنګ، یوه عمومي او دوه فرعي دروازې، د ښاري او لمریزې برښنا او د اور وژنې سیسټم، جومات، تشنابونه او نورې آسانتیاوې هم په پام کې نیول شوې دي. د یادونې وړ ده چې، د بهزاد سینما پخوانۍ ودانۍ د ډیزاین له مخې د وچې میوې لپاره ځانګړې شوې ده چې، ورسره جوخت به د وچې مېوې د پلورونکو بازار په ملي او نړیواله کچه نور هم منظم شي