د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 72.5 افغانی
1 یورو 78.27 افغانی
1 درهم 19.57 افغانی
1 تومان 0.820 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لومړۍ ناحیې په کچه د بندو لښتیو او کانالونو د پاکولو چارې پیل شوې

14703.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له خوا د ځمکې د سطحي اوبو د مدیریت په موخه، د لومړۍ ناحیې په کچه د بندو لښتیو او کانالونو د پاکولو چارې د حضوري چمن له مخې د مستان له ویالې څخه پیل شوې. د تنظیف ریاست د کانالونو آمر انجنیر نوید احمد شیرزاد په دې اړه وویل: د نوي کال د پلان له مخې د دوه ویشت ګونو ناحیو په کچه ټول بند لښتي او کانالونه له خاورو او خټو څخه پاکېږي. نوموړي له ښاریانو غوښتنه وکړه چې د کانالونو او لښتیو پاک ساتلو ته پام وکړي ترڅو د اورښتونو پرمهال سړکونو ته د اوبو راختلو مخه ونیول شي. د ښار په کچه د ډیری لښتیو او کانالونو د بندېدو لامل د یو شمېر ښاریانو له خوا د کثافاتو اچول ګڼل کیږي. د یادونې وړ ده چې، (۵) د کثافاتو وسایط، یو سکواټور او (۱۶۰) تنه د تنظیف ریاست کارکوونکي د مستان ویالې په پاکولو چې، د لومړۍ ناحیې د ځمکې سطحي اوبه کابل سیند ته لېږدوي بوخت دي، او ټاکل شوې ده له دې ویالې څخه شاوخوا (۵۰۰۰) متر مکعب خټي او اضافي مواد ولېږدول شي.