د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 72.5 افغانی
1 یورو 78.27 افغانی
1 درهم 19.57 افغانی
1 تومان 0.820 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د تنظیف ریاست په انګړ کې د دوو اداري ودانیو د جوړولو چارې روانې دي

24 حمل 1404

14741.jpg (1820 × 1024)

د کارکوونکو لپاره د خوندي او مناسب کاري چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، د تنظیف ریاست په انګړ کې د دوو اداري ودانیو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. دغه دوه ودانۍ په (۷۰۰) او (۸۰۰) متر مربع ځمکه کې ډیزاین شوې دي چې، یوه یې دوه پوړونه او (۲۴) دفترونه او د وسایلو د ساتلو ځای لري او د جوړولو چارې یې تر اوسه (۹۰) سلنه مخته تللې. او دویمه یې چې د یوې تهکوۍ په ګډون په څلورو پوړونو کې ډیزاین شوې ده، په هغه کې د خیاطۍ خونه، پخلنځی، د ډوډۍ خوړلو خونه، روغتیايي کلنیک، اداري دفترونه، د غونډو خونه، دهلیز او تشنابونه په پام کې نیول شوي دي او د جوړولو چارې یې تر دې دمه (۸۰) سلنه برمخ تللې دي. ټاکل شوې ده دغه دوه ودانۍ تر راتلونکو دوو میاشتو پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د تنظیف ریاست د کابل ښاروالۍ یو مهم ریاست دی چې، د ښار په کچه د تنظیفي خدمتونو د وړاندې کولو مسئولیت په غاړه لري او اړتیا ده چې، د امکاناتو او د کار کوونکو لپاره د مناسب کاري چاپېریال درلودونکی وي ترڅو ښاریانو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو جوګه شي.