د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 3.30 ق-ظ
لمر راختل 4.43 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 7.15 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:56 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.01 افغانی
1 یورو 80.55 افغانی
1 درهم 18.82 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 242 افغانی
1 هندی 786.7 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اوولسمې ناحیې اړوند بازارونو څخه ۶۵۰۰ کیلو ګرامه بې کیفیته توکي راټول شول

14743.jpg (1820 × 1024)

د خوراکي او غیر خوراکي توکو د کیفیت د کنټرول په لړ کې، د ۱۷مې ناحیې مسئولینو د دې ناحیې له بازارونو څخه (۶۵۰۰) کیلو ګرامه بې کیفیته توکي چې د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه او دغه راز (۸۰) لوډ سپیکرونه چې د غږې ککړتیا لامل ګرځېدل راټول او د له منځه وړلو په موخه یې ټاکلي ځای ته ولېږدول. د ۱۷مې ناحيې مرستيال مولوي محب الله خاموش په دې هکله وويل: د ښاريانو د روغتيا د خوندي ساتلو په موخه، د دې ناحیې د چاپېريالي روغتيا آمریت له خوا له بازارونو څخه څارنې  دوام لري او تمه ده چې ښاريان د خپلو اړتیا وړ توکو د پېرلو پر مهال د هغوی نېټې او کيفيت ته پاملرنه وکړي. همدارنګه ټولو اصنافو او ګرځنده پلورونکو ته هم په کار ده چې په ښار، سړکونو او کوڅو کې د لوډ سپیکرونو په کارولو سره د غږې ککړتیا لامل نه شي. د چاپېریال ساتنې له اړخه د ښاریانو د روغتیا خوندي ساتل، یو له هغو مواردو څخه شمېرل کېږي، چې د کابل ښاروالۍ مسئولین ورته پاملرنه کوي او په دې برخه کې به نه ستړې کېدونکي فعالیتونه دوام لري.