د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د یو ویشتمې ناحیې اړوند بازارونو څخه یوه اندازه بې کیفیته توکي راټول شول

14753.jpg (1820 × 1024)

د یو ویشتمې ناحیې د مسئولینو له خوا د یادې ناحیې اړوند بازارونو څخه د څارنې په لړ کې، (۱۷۰۰) کیلو ګرامه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي چې، د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه او یو شمېر لوډسپیکرونه چې، د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدلي وو راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شول. د یو ویشتمې ناحیې د ښاري خدمتونو آمر مولوي سید شفیع الله په دې اړه وویل: د ښاریانو د روغتیا خوندي ساتلو په موخه، د یادې ناحیې د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې څانګې له خوا له بازارونو څخه څارنې دوام لري. نوموړي له ښاریانو غوښتنه وکړه چې، د خپلو اړتیا وړ توکو د پېرلو پرمهال دې د هغوی نېټې او کیفیت ته پام وکړي او پلورونکي هم باید د بې کیفیته توکو له پلورلو څخه په کلکه ډډه وکړي.