د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځلسمې ناحیې ۱۹ تنو ګذر وکیلانو باورلیکونه ترلاسه کړل

27 حمل 1404

14774.jpg (1820 × 1024)د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او ولسي چارو د همغږۍ ریاست له خوا د پنځلسمې ناحیې (۱۹) تنو ګذر وکیلانو ته باورلیکونه وویشل شول.  د کابل ښاروالۍ د ټولنيزو او ولسي چارو د همغږۍ رئيس مولوي انعام الله قاضي زاده په دې اړه وويل: د ګذر وکيلانو لپاره دغه باور ليک د ادارو په کچه بشپړ اعتبار لري، چې په ترلاسه کولو سره یې د ګذر وکيلانو مسئولیتونه زياتېږي. نوموړي زیاته کړه، ګذر وکیلان اړ دي چې د چاپېریالي او ښاري ستونزو د حل، او د مسئولینو او ښاریانو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو په برخه کې د لا ډېر مسئولیت احساس وکړي. ښاغلي قاضي زاده ګذر وکیلانو ته د ور سپارل شویو مکلفیتونو او مسئولیتونو د مهمو او اساسي ټکو د بیانولو په ترڅ کې وویل چې، ګذر وکیلانو پخوا هم د کابل ښاروالۍ د برنامو او پلانونو په پلي کولو کې مرسته کړې او د راتلونکي لپاره هم ورڅخه د همکارۍ هیله کېږي تر څو ښاریانو ته د هوسا ژوند رامنځته کولو په برخه کې لا ډیرې هڅې وکړي. د یادولو وړ ده چې، د ګمارل شوې کمیټې تر ارزونې او د کابل ښاروالۍ د مشرتابه له منظورۍ وروسته به په بېلابېلو ناحیو کې نور نوي ګمارل شوي ګذر وکیلان هم خپل باورلیکونه ترلاسه کړي