د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اوومې ناحیې اړوند د لومړۍ ګذر په ګذرګاه سیمه کې د یوه فرعي سړک او دوو کوڅو د جوړولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ په دغه پروژه کې چې، په ټولیزه توګه (۶۸۰) متره اوږدوالی او له (۳) څخه تر(۵) مترو سور لري، دلښتیو او (۱۱۰۰) متر مکعب استنادي دیوال جوړول هم شامل دي چې د څلورو میاشتو په موده کې به په معیاري او اساسي ډول بشپړه او ورسره جوخت به د یادې سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته ستونزې هوارې شي. د یادونې وړ ده چې، د دې پروژې له لارې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
په اوومه ناحيه کې د يوه فرعي سړک او دوو کوڅو د جوړولو چارې پيل شوې
28 حمل 1404