د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 72.5 افغانی
1 یورو 78.27 افغانی
1 درهم 19.57 افغانی
1 تومان 0.820 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښار په کچه د زرغونو سیمو د ساتنې او پراختیا چارې روانې دي

28 حمل 1404

14801.jpg (1820 × 1024)د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست د ونو او نیالګیو د کېنولو او خړوبولو سربېره، د زرغونو سیمو د ساتنې، د سړک په ګلدانونو کې د کټارو نصبولو او د خړوبولو د یوه منظم سیسټم د رامنځته کولو چارې هم تر لاس لاندې لري. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل وویل چې، له لب جر څخه تر مارکېټ څلورلارې او د څارندوی بلاکونو په سړک د خړوبولو سیسټم رامنځته شوی چې، له لمریزې برښنا او یوې څاه څخه په ګټې اخیستنې خړوب کېږي. نوموړي زیاته کړه چې، د زرغونو سیمو د ساتنې په موخه د مارکېټ سړک په ګلدان،د سرسبزۍ او تهیه مسکن څلورلارو په ګلدانونو کې د ۲۳۳۵ مترو په اوږدوالي کټارې نصب شوې دي. نوموړې وړاندې وویل چې، د ښار په کچه په نورو برخو کې هم ورته فعالیتونه روان دي او اړتیا ده چې، ښاریان هم د زرغونو سیمو په خړوبولو او ساتنه کې د کابل ښاروالۍ له زرغون اغوستونکو سره همکار و اوسي