د کابل ښاروالۍ له خوا او د برښنا شرکت په مرسته، د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مېنې د دویم بلاک له ګولایي څخه د امنیت تر ښارګوټي پورې د سړک جوړولو پر وړاندې پاتې خنډونه( د برښنا ستنې) پاک شول. دغه سړک چې، (۷۲۸) متره اوږدوالی او (۴۰) متره سور لري، او ددې سړک په اوږدو کې د (۷۵۰) مترو په اوږدوالي، (۱) متر سور او (۱.۳) متره ژوروالي سره د یوه کانال د جوړولو چارې تر دې مهاله (۷۰) سلنه مخته تللې دي. د یادونې وړ ده چې، دسړک جوړونې په دې پروژه کې د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو د بایسکل چلولو لیکو جوړول، په سړک د کرښو اچول، د څراغونو نصبول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي چې، په بشپړېدو سره به یې د سیمې اقتصادي ودې ته زمینه برابره او ګڼې آسانتیاوې به رامنځته شي.
د احمد شاه بابا مېنې د دویم بلاک له ګولایي څخه تر امنیت ښارګوټي پورې د سړک جوړولو پر وړاندې پاتې خنډونه پاک شول
30 حمل 1404