کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په داسې حال کې چې، د ننګرهار والي ملا محمد نعیم آخند او د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي سید عصمت الله عاصم یې ملتیا کوله په تورخم کې له پاکستان څخه په زور له را ایستل شویو هېوادوالو سره د مرستې په موخه له ( عمري پنډغالي) څخه لیدنه وکړه. نوموړي وویل چې، له اړمنو هېوادوالو سره مرسته کول د ټولو هېوادوالو ملي او دیني دنده ده او ملي سوداګرو او پانګوالو ته په کار ده چې، په دې برخه کې خپل مسئولیت ادا کړي. کابل ښاروال څرګنده کړه چې، کابل ښاروالۍ له بېرته را ستنو شویو هېوادوالو سره مرستې کولو ته چمتوالی لري، ځکه په سختو شرایطو کې مرسته کول د کابل ښاریانو او ټولو افغانانو له پخوانيو دودونو څخه دی. د یادونې وړ ده چې، په تورخم کې عمري پنډغالی په ۱۴۰۲ کال کې د کابل ښاروالۍ، بېلابېلو ادارو، ملي سوداګرو او پانګوالو له لوري جوړ شو چې، په هغه کې ټولې لومړنۍ اړتیاوې په نظر کې نیول شوې دي او د لا ډېرو آسانتیاوو په موخه اوس مهال کابل ښاروالۍ د پنډغالي د سړکونو هوارولو، پلچکونو جوړولو، د څاه کېندلو او د څښاک اوبو د ذخیرې د جوړولو په برخه کې مرستې کولو ته چمتو ده.
کابل ښاروال په تورخم کې د بېرته راستنو شویو کډوالو له پنډغالي څخه لیدنه وکړه
30 حمل 1404