الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د درېیمې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې ښاري نظم وڅارل شو

30 حمل 1404

14814.jpg (1820 × 1024)

د درېیمې ناحیې د مسئولینو له خوا د ښاري اصولو او مقرراتو له اړخه، په کارته چهار، سرای غزني او نورو سیمو کې ښاري نظم وڅارل شو او سرغړونکو ته له تادیب سربېره، اړینې سپارښتنې وشوې. د څارنو په لړ کې د نرخنامې له تطبیق او په هټیو او لویو پلورنځیو کې د توکو له کیفیت او نیټې، د صنفي جواز او په قصابیو او نانوایانو کې د کارکوونکو د روغتیا کارت له شتون څخه څارنه وشوه او دغه راز د هټیو مخې ته ناقانونه رغونې ویجاړې شوې. ورته مهال د یادو سیمو اصنافو ته سپارښتنه وشوه چې، د خپلو فعالیتونو له امله د لارې او سړکونو د بندېدو لامل ونه ګرځي او د چاپېریالي ستونزو له رامنځته کولو څخه دې په کلکه ډډه وکړي.