د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دیارلسمې ناحیې اړوند بازارونو څخه څه باندې ۵،۵ ټنه بې کیفیته توکي راټول شول

14816.jpg (1820 × 1024)د خوراکي او غیرخوراکي توکو د کیفیت د کنټرول په لړ کې، د دیارلسمې ناحیې مسئولینو د دې ناحیې له بازارونو څخه (۵۵۴۶) کیلو ګرامه بې کیفیته توکي چې د مصرف نېټه یې هم پای ته رسېدلې وه، او دغه راز (۱۰۲) لوډسپیکرونه چې د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدل راټول او د له منځه وړلو په موخه ځانګړي ځای ته ولېږدول شول. د ديارلسمې ناحيې رئیس مولوي عبدالصمد عابد په دې تړاو وويل: د ښاريانو د روغتيا د خوندي ساتلو په موخه، د دې ناحیې د چاپېريال ساتنې برخي د مسؤلینو له خوا په بازارونو کې څارنې دوام لري او له ښاريانو يې وغوښتل، چې د اړتیا وړ توکو د پېرلو پر مهال دهغوی نېټې او کيفيت ته پام وکړي. همدارنګه پلورونکو ته هم په کار ده چې، د بې کیفیته توکو له پلورلو څخه په کلکه ډډه وکړي.