الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

ودانیزو سرغړونو ته د رسېدنې کمېټې ناسته ترسره شوه

31 حمل 1404

 14819.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ د کابل ښار د معیاري پراختیا په موخه ودانیزو سرغړونو ته د رسېدو کمېټې ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې کابل ښاروال ټینګار وکړ چې، له ښاري اصولو او معیارونو سره په ټکر د ودانیو له جوړولو څخه دی مخنیوی وشي او اړتیا ده چې، هر مسئول د هېودانۍ مینې او مسئولیت منلو پر بنسټ خپلې دندې پر مخ یوسي. کابل ښاروال لارښونه وکړه چې، ودانیزو سرغړونو ته دې په وخت رسېدنه وشي ځکه چې په تېر کې د ښار غیر معیاري وده او پراختیا د ګڼ شمېر ستونزو د رامنځته کېدو سبب ګرځېدلې ده. نوموړي وویل چې، د ښار په کچه ټولې ودانۍ دې د کابل ښاروالۍ د ویزه شوې نقشې له مخې جوړې شي