د کابل د هوا وضعیت

الوتني

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پُل خشتي او سپاهي ګمنام چوک ترمنځ ترځمکې لاندې مارکېټ چارې د بشپړېدو په حال کې دي

31 حمل 1404

14821.jpg (1820 × 1024)

د لومړۍ ناحیې اړوند له پُل خشتي څخه تر سپاهي ګمنام چوک پورې تر ځمکې لاندې د یوه سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي او ډېر ژر به د مارکېټ په سر سړک هم جوړ شي. دغه مارکېټ د اقتصادي ودې په موخه  د کابل ښاروالۍ له لوري د خصوصي سکټور په مرسته،په ۷۲۸۰ متر مربع ځمکه کې د یوه پوړ په درلودلو سره په بنسټیزه توګه د جوړېدو په حال کې دی چې، په هغه کې ۳۴۰ هټۍ، د وتلو او ننوتلو دروازې، تشنابونه، ښاري او لمریزه برښنا او د اور وژنې سیسټم په نظر کې نیول شوي دي. د دې مارکېټ په جوړېدو سره به د ښاري نظم رامنځته کېدو سربېره، د سیمې اقتصادي ظرفیت هم لوړ شي