الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.55 افغانی
1 یورو 74.51 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.0009 افغانی
1 کلدار 0.2328 افغانی
1 هندی 0.75 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د مسئولینو د کړنو او د عوایدو د راټولولو بهیر د ښه‌ والي د لارو چارو ارزونه

20 عقرب 1405


د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ، د عوایدو ریاست د مسئولینو او د کابل ښار د ۲۲ ګونو ناحیو د عوایدي برخې د استازو په ګډون د کابل ښاروالۍ د عوایدو راټولولو د څرنګوالي او د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د عوایدي پلان د ارزونې په موخه ناسته ترسره شوه.
په دې غونډه کې د ۱۴۰۵ کال عوایدي پلان وارزول شو او د عوایدو د ټاکل شویو موخو په ترسره کولو کې د مسئولینو کړنې وڅېړل شوې. په همدې تړاو هغه مسئولین چې د ټاکل شوي پلان په پرتله یې د عوایدو په راټولولو کې زیاتوالی راوستی ؤ، وستایل شول او هغه مسئولین چې د عوایدو د کمښت له امله له ستونزو سره مخ شوي وو، اړینې سپارښتنې ورته وشوې او د کاري کړنو پر ښه‌ والي یې ټینګار وشو.
دغه راز په دې غونډه کې د بېلابېلو برخو د ښاري خدمتونو د محصول د ټاکلو، ارزونې او ښه‌ والي، د عوایدي سرچینو او نویو عوایدي ظرفیتونو د پېژندلو او اغېزمنې ګټې اخیستنې او د کابل ښاروالۍ د عوایدو د زیاتوالي لپاره د اړینو تدابیرو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
کابل ښاروال د ښاري خدمتونو په وړاندې کولو کې د عوایدو د ارزښت په اړه د ټینګار ترڅنګ وویل: ټول مسئولین باید له قانوني سرچینو څخه د عوایدو د راټولولو په برخه کې جدي او مسئولانه هڅې وکړي. نوموړي څرګنده کړه، چې د عوایدو د راټولولو په بهیر کې غفلت، بې‌غوري او اداري فساد په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي او ټول مسئولین مکلف دي، چې خپلې ورسپارل شوې دندې په رښتینولۍ، روڼتیا او د مسئولیت په احساس ترسره کړي.
دغه راز کابل ښاروال په سیستم کې د ټولو عوایدو پر دقیق او پر وخت ثبت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې دغه بهیر د روڼتیا د تأمین او د هر ډول سرغړونو د مخنیوي ترڅنګ، ښاریانو ته د ښاري خدمتونو د محصول د ورکړې په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې برابروي.
د غونډې په پای کې اړوندو برخو ته ځانګړې سپارښتنې وشوې، څو د برنامو د جدي تعقیب، د نویو عوایدي سرچینو او ظرفیتونو د پېژندلو او د عوایدو د راټولولو او ثبت د بهیر د دوامدارې څارنې له لارې د کابل ښاروالۍ د عوایدي پلان د لا ښه تحقق لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.