الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د یو شمیر مهمو زیربنایي پروژو د تدارکاتي او عملي چارو په اړه تخنیکي ناسته ترسره شوه

1 ثور 1404

14832.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست له مسئولینو سره د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې د جوړونې، په بره کي څلور لارې کې د طبقه یي پله دجوړولو، د دیوان بیګي – مهتاب قلعه سړک په اوږدو کې د موټریز پله د جوړولو او یو شمېر نورو مهمو ټولګټو او زیربنایي پروژو د تدارکاتي او عملي چارو  په اړه تخنیکي ناسته وکړه. کابل ښاروال د نويو پلونو او سړکونو د جوړولو د عملي چارو په اړه چې، د ماسټر پلان له مخې له سروې او ډيزاین وروسته غوره شوي، د کار، ساتنې او څارنې ریاست سرچینې، امکانات او ظرفیتونه و ارزول او مسئولینو ته یې سپارښتنه وکړه چې، د تدارکاتي چار د بهیر د ګړندیتوب په موخه دې د همغږۍ اصل ته ډیره پاملرنه وکړي. دغه راز کابل ښاروال اړوندو مسئولینو ته لارښوونه وکړه، چې د پروژو د ځنډ د مخنیوي او په چټکۍ او لوړ کیفیت سره د اړتیا وړ پروژو  د تطبیق په موخه دې د کار، ساتنې او مراقبت ریاست ته اړین ماشینري او تجهیزات چمتو کړي. په دې ناسته کې کابل ښاروال ټینګار وکړ چې، ترانسپورتي زیربناوې لکه سړکونه، پلې لارې، پلونه او لښتي دې د شته وسایطو او ماشینرۍ په کارولو سره باید په دوامداره توګه جوړ او بیا ورغول شي. همدا شان نوموړي  د غیر فعالو وسایطو او ماشینرۍ د فعالولو په اړه  هم مسئولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې