الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ګذر وکیلانو د اروزنې کمېټې ناسته ترسره شوه

1 ثور 1404

14835.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال حاجي محمد نبي عثماني په مشرۍ د ګذر وکیلانو د ارزونې کمېټې ناسته ترسره شوه چې، په پایله کې یې له بېلابېلو ناحیو څخه یو شمېر ور پېژندل شوي کسان په دقیقه توګه و ارزول شول. د کابل ښاروالۍ د ولسي او ټولنیزو چارو د همغږۍ رئيس قاري انعام الله قاضي زاده په دې اړه وويل:  په دې ناسته کې هغه کسان چې، لوړې نمرې یې ترلاسه کړې وې د کمېټې د تائید وړ وګرځېدل او د تصویب لپاره به د کابل ښاروالۍ مقام ته وړاندیز شي. نوموړي زیاته کړه چې، دغه کمېټه د ګذرونو د اوسېدونکو له خوا ور پېژندل شوي کسان ارزوي، چې د کابل ښاروالۍ له منظورۍ وروسته به وړ کسان د یاد ریاست له خوا د وکالت مهر تر لاسه او اړوند ناحیو ته به ور وپېژندل شي. د یادونې وړ ده چې، وړ، ژمن او داسې کسان د ګذر وکیلانو په توګه ټاکل کېږي چې، ټولنیز او ښاري مسئولیتونه په ښه توګه ترسره کړي، ځکه د لایحې له مخې ګذر وکیلان د خلکو او مسئولانو ترمنځ د پله حیثیت لري او اړتیا ده چې، ښاریانو ته غوره چوپړتیاوې وړاندې کړي