الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دیارلسمه ناحیه کې د اوبو لېږدولو یوه کانال د جوړولو چارې روانې دي

1 ثور 1404

14837.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د دیارلسمې ناحیې د ۶۰م ګذر اړوند د برچي په قلعه سرفراز سیمه کې د (۵۲۰) مترو په اوږدوالي، (۲.۹) مترو په سور او د (۱.۲) مترو په ژوروالي سره د اوبو لېږدولو یوه کانال د جوړولو چارې روانې دي. د دیارلسمې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد عابد په دې اړه وویل چې، د یاد کانال د جوړولو چارې تر دې دمه (۸۵) سلنه مخته تللې دي او تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړې شي. د دې کانال په جوړېدو سره به د کاریز او برچي جر په سیمو کې د اوبو راوتلو ستونزې هوارې او د سړکونو له ژر ویجاړېدو څخه به مخنیوی وشي.