د کابل ښاروالۍ د مسئولینو له خوا د اتمې ناحیې اړوند د ۲۸م ګذر په دوه سوه فامیلیو سیمه کې (۲۰) جریبه غصب شوې ځمکه، تر پېژندلو وروسته بېرته را وګرځول شوه. د اتمې ناحیې رئیس مفتي روح الله عثماني په دې تړاو وویل: دغه ځمکه په تېرو کلونو کې یو شمېر فرصت غوښتونکو په بېلابېلو پلمو غصب کړې وه او نا قانونه تاسیسات یې پکې جوړ کړي وو چې، تر پېژندلو وروسته دغه جوړ شوي ناقانونه تاسیسات بېرته ویجاړ شول. نوموړي زیاته کړه چې، یاده ځمکه اوس مهال د کابل ښاروالۍ په واک کې ده او د پرمختیايي پلانونو د پلي کولو لپاره چمتو ده. کابل ښاروالۍ دغصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په برخه کې ژمنتیا لري او فرصت غوښتونکو او قانون ماتوونکو ته به اجازه ورنه کړي چې له امارتي ځمکو او د کابل ښاروالۍ له ملکیتونو څخه شخصي ګټه پورته کړي
په اتمه ناحیه کې ۲۰ جریبه غصب شوې ځمکه بېرته را وګرځول شوه
2 ثور 1404