ابویاسر پښتون
جوماتونه چې د شعایرالله له جملې څخه شمیرل کیږي، د مسلمانانو په منځ کې ځانګړی ځای لري او د قدر په سترګه ورته کتل کیږي. په ډیری سیمو کې لیدل شوي چې یو شمیر خلکو خپلې شخصي ځمکې د جوماتونو د جوړولو لپاره ځانګرې کړي او ددې تر خوا ځینې شتمن خلک بیا د خپل اخروي اجر په نیت له خپلې شتمنۍ څخه جوماتونه آبادوي.
په هرحال جوماتونه د الله تعالی په ځمکه یو له مهمو ځایونو څخه شمیرل کیږي چې مسلمانان پکې خپل رب سره د تقرب په خاطر خپل تندی لګوي، خپل اولادونه د درسونو لپاره لیږي، په جماعت سره د لمانځه د اداء کولو په نیت ملا امامان ګمارل کېږي. جوماتونه چې د مسلمانانو کورونه ګڼل کیږي پدې اړه له حضرت ابو درداء رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې وایي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي دي چې هغه مبارک وایي: جومات د هر پرهیزګار کور دی. حلیة الاولیاء (۱/۲۱۴)
په یو بل روایت کې راغلی چې: ژباړه: جومـاتونه د مسلمانانو کورونه دي. حلیة الاولیاء(۶/۱۷۶)
دا چې د جوماتونو په جوړولو کې کوم اجر دی او د کومو موخو لپاره جوړيږي، پدې لیکنه کې پرې بحث کوو:
د جوماتونو د جوړولو اجر:
۱- دجنت وعده:
رسول الله(ص) فرمايي: ژباړه: چا چې جومات د الله تعالی د رضا لپاره جوړکړ، نو الله تعالی به ورته په جنت کې کور جوړکړي. امام نووي رحمه الله فرمايي: لکه څنګه چې جوماتونه تر نورو ځايونو غوره دي نو همدارنګه به هغه کورونه چې په جنت کې د جومات په بدل کې ورکول کيږي، تر نورو کورونو به غوره او امتيازي وي.
۲- جاري صدقه:
جاري صدقه هغه عمل دی چې، تر څو پورې وي او ګټه ترې اخیستل کېدای شي، الله تعالی يې کوونکي ته مسلسل اجر ورکوي، چې په حديث شريف کې د نورو شيانو سربېره د جومات جوړول هم شامل دي.
د جومات جوړولو موخې:
د جوماتونو جوړول په دوه ډوله دي: يو حیسی آبادول او جوړول دي لکه په یو ځای کې چې جومات نه وي او هغه له هماغه لومړیو څخه جوړ شي او يا ویجاړ وي هغه د بيا ځل لپاره آباد شي او همدا راز بیا ورغول شي. دغه راز د جوماتونو پاک ساتل او د هغو روښانه کول او په جوماتونو کې فرش غوړول او د اوبو رسول دا هم حیسی آبادول دي.
او بل معنوي جوړول دي چې، هغه په لمانځه، تلاوت، ذکر، ديني درس او تدریس باندې دجوماتونو آباد ساتل دي. جوماتونه له هغه څه څخه ساتل چې د هغې لپاره نه دي آباد شوي، لکه په جومات کې د دنیوي مجلسونو ترسره کول، په جوماتونو کې پېرل او پلورل.
د جوماتونو حیسی او معنوي آبادول د ایمان نښه او علامه ده او دا د هغه چا کار دی، چې د الله تعالی هدایت يې په برخه شوی وي او سمه لاره يې موندلی وي. الله تعالی فرمایلي دي:
ژباړه: د الله(ج) جوماتونه خو يوازې هغه څوك جوړوي چې پر الله(ج) او د آخرت پر ورځ يې ایمان راوړى وي او لمونځ قایموي او زکات ورکوي او نه وېرېږي غیر له الله(ج) څخه، نوهیله ده چې دغه کسان به له هدایت موندونکو څخه وي. سورت التوبه آیت 8.
د جوماتونو جوړول خو په يقين سره د سترو او لويو کارونو له جملې څخه شمېرل کيږي، د ځمکې پر مخ د کعبې شریفې جوړښت د الله تعالی په امر ملائیکو، آدم عليه السلام او په وروستيو کې ابراهيم عليه السلام او حضرت اسماعيل عليه السلام ترسره کړ.
دغه راز د رسول الله صلی الله علیه و سلم لومړی کار په مدینه منوره کې د جومات جوړول ؤ.
همدا ډول کله به چې نبي(ص) د غزا يا جهاد لپاره سفر وکړ او په کوم ځای کې به پاتې شو، هلته به يې جومات جوړ کړ او صحابه کرامو ته به یې په کې لمونځ ورکاوه.
دغه راز د خلفاء راشیدینو په دوره کې هم موږ لیدلی شو، چې دغه عمل په خورا درنښت او لومړیتوب سره تر سره شوی. له عثمان بن عطاء رحمه الله څخه روایت دی، کله چې عمر بن الخطاب رضی الله عنه ښار فتح کړ، حضرت ابوموسی اشعري رضی الله عنه ته يي، چې هغه په بصره کې ؤ، خط ولیګه چې په جماعت سره د لمانځه ادا کولو لپاره جومات جوړ کړه! کله به چې د جمعې ورځ شوه ټول به هغه جومات کې د جمعې لمانځه ته راټول شول.
جوماتونه د لاندې موخو لپاره جوړیږي:
۱- د عبادت په خاطر:
جـوماتونه ټول عمـر د عبادت او الله تعالی ته د سجدې لګولو او د خپلې عاجزي ښکاره کولو په موخه جوړيږي.
۲- جوماتونه د اسلامي تعليماتو د نشر او خپراوي لپاره جوړيږي، ځکه انساني او ټولنیز حقوق د الله تعالی حقوق او د ژوند کولو آداب ټول په اسلام کې بيان شوي دي، د ممبر او محراب له لارې خلکو ته باید وويل شي، تر څو ژوند په مينه او درنښت کې تېر شي.
۳- د ټولنې د اصلاح لپاره:
له همدې ځای څخه د خلکو ټولې ستونزې د قرآن او احاديثو په رڼا کې حل کېدای شي، فقهي او اجتهادي مسايل د علماء کرامو څخه د پوښتنو او فتوا له مخې حل کيږي.
۴- د روحي معنوياتو پیاوړتیا:
جومات ته په پنځه وخته راتلو سره د انسان اړيکه له خپل رب سره تازه ساتل کيږي، له اغوا کېدو څخه ژغورل کيږي، خپل رب سره د تړون تکرار کيږي، په غلطيو پښېماني راځي، زنګ وهلي زړونه بېرته صفا کيږي، اجتماعيت پیاوړی کيږي، يو د بل له احوال څخه خبريږي، له يو او بل سره د مرستې فرصت برابريږي. په پای کې د پایلې په توګه ویلای شو چې، په اسلام کې په جومات پورې ډیری ديني او اسلامي خبرې تړلې دي او جوماتونه د مسلمانانو لپاره د لمانځه او عبادت، شورا، د فیصلو کولو او د نورو مهمو کـارونو ترسره کولو مرکزونه دي. که جومـات نـه و نو پنځه وخته لمونځ به په جماعت سره نه اداء کېدل، او خلک به د جماعت له فضیلت څخه محروم ؤ، که جومات نه وای نو د ماشومانو دیني درسونه به هم نه ؤ، که جومات نه وای، نو آذان به هم نه ؤ، چې خلک د لمانځه، د ُجمعې او اخترونو د ورځو تقریرونو، بیانونو او د خطبو بیانولو ځای ته را بلل شوي وای او د وخت د داخلیدو څخه خبر شوی وای.
که چیرې جومات نه وای نو د حلالو او حرامو او نورو احکامو بیانولو ځای به نه ؤ او په ديني روحیه د نوي نسل د ښوونې او روزنې ځای به نه ؤ او که جومات نه وای، نو خلک به يو د بل له احوال څخه نه خبریدل.