د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.9 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.85 افغانی
1 یورو 78.70 افغانی
1 درهم 18.98 افغانی
1 تومان 0.870 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

څنګه یو با ثباته ژوند جوړ کړو...؟

فهیم دانش

14852.jpg (2500 × 1100)

با ثباته ژوند هغه وخت وده کوي، چې خلک داسې څه انتخاب کړي چې هم د ځان او هم د ټولنې اوږد مهاله روغتیا او هوساینې ته ګټه ورسوي. دا پدې مانا ده چې انسانان باید داسې عادتونه او کړنې غوره کړي چې پر چاپېریال یې منفي اغېزې لږې وي، طبیعي سرچینې وساتي، او یو اخلاقي او هوسا ژوند ته وده ورکړي. اصلي موخه دا ده چې، داسې یو توازن دې رامنځته شي چې د اوسني نسل اړتیاوې پوره کړي، پرته له دې چې د راتلونکو نسلونو د اړتیاوو پوره کولو وړتیا زیانمنه شي.

با ثباته ژوند نه یوازې د چاپېریال عواملو پورې محدود دی؛ بلکې ټولنیز او اقتصادي اړخونه هم لري. دا د عادلانه سوداګرۍ، کاري شرایطو، او اقتصادي کړنو ملاتړ کوي چې برابري او انصاف ته په پوره مانا وده ورکوي. له بله پلوه با ثباته ژوند په دې مانا دی چې داسې پریکړې وشي چې د ځمکې او د هغې د اوسیدونکو اوږد مهاله روغتیا ته لومړیتوب، د انسانانو اړتیاوو، د چاپېریال مسئولیت او د ټولنیز پرمختګ ترمنځ توازن رامنځته کړي.

ژوند څه ته وایي؟ ژوند د انسانانو، حیواناتو، نباتاتو او نورو موجوداتو لپاره یوه پېچلې او دوامداره تجربه ده چې ستونزې او خوښۍ په برکې نیسي. هر کله چې د ژوند نوم اخیستل کیږي، نو سمدلاسه د انسان ذهن ته له ژوند سره تړلي خواږه او ترخه یادونه راځي. دا ښکاره ده چې ژوند د بدن، ذهن، احساساتو، ټولنیزو تعاملاتو او روحانیت یو ګډ ترکیب دی، له بل پلوه، د ژوند په اړه بېلابېل نظرونه او تفسیرونه شته، او هر یوه یې ژوند په خپل ډول بیان کړی دی. په دې لیکنه کې به موږ د ژوند بېلابېل اړخونه وڅېړو او دا به جوته شي چې انسان څنګه خپل ژوند درک او تجربه کوي. له همدې امله، اړینه ده چې تر هر څه وړاندې د ژوند ډولونه وپېژنو.

فزیکي ژوند:

فزیکي ژوند د انسان د بیولوژیکي اړخونو او فزیکي حالتونو څرګندونه ده، چې له زېږېدو څخه د ژوند تر پایه د بدني پرمختګ لړۍ په بر کې نیسي. انسانان له یوې مرحلې څخه بلې مرحلې ته وده کوي، او په دغه وخت کې هغه حیاتي کړنې چې د ژوند لپاره اړینې دي، لکه خوراک، څښاک، خوب او ورزش کول، هم پکې شامل دي. د فزیکي ژوند برخه یوازې د بدن د سالمو فعالیتونو د تضمین لپاره مهمه نه ده، بلکې د انسان د هوساینې لپاره هم اړینه ګڼل کیږي. د فزیکي ژوند په وده کې، روغتیا او ناروغي د دې لړۍ مهم عنصرونه دي، او روغ ژوند د غوره فزیکي حالت لپاره اړین دی. د انسان فزیکي ځواک او د بدن سیستم د ناروغیو له شتون څخه اغېزمن کیږي، چې د خپل اصلي حالت ته د راستنېدو لپاره وخت ته اړتیا لري.

ذهني او عاطفي ژوند:

د انسان ذهني او عاطفي ژوند هغه اړخ دی، چې د هغه له احساساتو، افکارو، عقایدو او رواني وضعیت سره تړاو لري. د ژوند په بېلابېلو پړاونو کې، انسانان له راز راز حالاتو سره مخ کیږي، چې هر یو یې د ذهني حالت په اړه یو ځانګړی پیغام وړاندې کوي. خوشحالي، غم، اضطراب، نیکمرغي او بې برخلیکي ټول هغه احساسات دي چې انسان یې تجربه کوي.

د ذهنیت، افکارو او احساساتو پر مټ، انسانان د ژوند کولو موخې او معنی باندې پوهیږي، دوی د خپلو هیلو، آرمانونو او موخو په لټه کې داسې تجربې ترلاسه کوي، چې د ذهن او احساساتو تعامل د انسان د ژوند ارزښت ته ځانګړې بڼه ورکوي. له دې امله، د ژوند په دې برخه کې د ذهني توازن او هوساینې ساتل خورا اړین ګڼل کیږي.

ټولنیز ژوند:

ژوند یوازې یوه شخصي تجربه نه ده، بلکې له ټولنیز چاپېریال سره ژوره اړیکه لري. انسان په ټولنه کې د اړیکو، کورنۍ، ملګرو او ټولنیزو تعاملاتو له لارې ژوند کوي. ټولنیز ژوند د هر فرد لپاره یوه مهمه برخه ده چې، هغه ارزښتونه او کلتوري باورونه پکې راځي چې د ټولنې د دودونو او اخلاقو پر بنسټ جوړ شوي وي. په دې لړ کې کورنۍ او ملګري انسان ته د عاطفي ملاتړ اوخوندیتوب زمینه برابروي. د ټولنیز ژوند کیفیت د انسان ذهني او عاطفي آرامتیا لپاره ډېر ارزښت لري. نو له همدې امله ټولنیز ژوند نه یوازې د نورو سره د اړیکو په معنا دی، بلکې د انسان په داخلي سکون او اطمینان پیدا کولو کې هم ستر رول لوبوي.