الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کمپنۍ- برچي په نوي نښلوونکي سړک د کرښو اچولو چارې پیل شوې

2 ثور 1404

14853.jpg (1820 × 1024)

د ترافیکي بهیر د تنظیم په موخه، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د پنځمې او دیارلسمې ناحیو اړوند د کمپنۍ- برچي په نوي نښلوونکي سړک د کرښو اچولو چارې پیل شوې.  په سړک د کرښو اچول په ټوله کې نښلوونکې، منقطع، د پلو لارو دهلیزونه او ترافیکي سمبولونه په بر کې نیسي چې، له خورا اهمیت څخه برخمن دی. د کمپنۍ- برچي نوی نښلوونکی سړک له قلعه ناظر څخه د نخاس تر حمام پورې (۲۲۷۴) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري چې، د یاد سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د یوه پله په ګډون یې د جوړولو چارې تېر کال بشپړې شوې دي او یوازې د کرښو اچولو او د څراغونو لپاره د پایو نصبولو چارې پاتې وې چې، هغه هم اوس د ترسره کېدو په حال کې دي. د دې سړک په جوړېدو سره د پُل سوخته سیمې ترافیکي  ګڼه ګوڼه کمه شوې او د سیمو د اقتصادي ودې سربېره، ښاریانو ته ګڼې آسانتیاوې رامنځته شوې دي