د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د میوې او سبزۍ مارکېټ په سیمه کې د ښاري نظم پلان پلی شو

3 ثور 1404

14857.jpg (1820 × 1024)

د ښاري نظم د رامنځته کېدو په موخه د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست له لوري د میوې او سبزۍ مارکېټ په سیمه کې د ښاري نظم پلان پلی شو او د هټیو تر مخ ناقانونه رغونو ته رسېدنه وشوه. د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم رئیس مولوي مدثر محمد یونس وویل چې، په یاده سیمه کې دا پلان څارل کیږي ترڅو د میوې او سبزۍ مارکېټ او نورو ورڅېرمه سیمو کې ښاري نظم رامنځته شي او هېڅ چاته به اجازه ورنه کړل شي ترڅو په خپلو فعالیتونو لاره بنده او ښاري نظم ګډوډ کړي. نوموړي زیاته کړه چې، په ښاري ژوند کې نظم یو اصل دی چې، د کابل ښاروالۍ د مسئولانو له لوري په ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو کې په دوامداره توګه څارل کېږي