د کابل د هوا وضعیت

الوتني

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د نهمې ناحیې ۱۹ تنو ګذر وکیلانو ته باورلیکونه وویشل شول

4 ثور 1404

14871.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ولسي او ټولنیزو چارو د همغږۍ ریاست له خوا د نهمې ناحیې ۱۹ تنو ګذر وکیلانو ته باورلیکونه وویشل شول. د کابل ښاروالۍ د ولسي او ټولنیزو چارو د همغږۍ رئیس قاري انعام الله قاضي زاده وویل چې، دغه باورلیکونه بشپړ رسمیت لري او په ترلاسه کولو سره یې د ګذر وکیلانو مسئولیتونه او مکلفیتونه ډېرېږي. نوموړي زیاته کړه چې، اړتیا ده ګذر وکیلان د ښاري او چاپېریالي ستونزو د پېژندلو او هوارولو په برخه کې تر بل هر وخت له اړوند ادارو سره بشپړه همغږي ولري