د خوراکي او غیر خوراکي توکو د کيفيت د کنټرول په لړ کې، د نهمې ناحيې مسئولينو د دغې ناحیې له بازارونو څخه (٢٥٠٠) کيلوګرامه بې کیفیته توکي او (٣٢) لوډسپيکرونه چې د غږیزې ککړتيا لامل ګرځېدل راټول او د له منځه وړلو په موخه يې ټاکلي ځاى ته وليږدول. د نهمې ناحيې مرستيال مولوي عبدالغفور غفوري په دې هکله وويل چې، د ښاريانو د روغتيا د خوندي ساتلو په موخه، د دې ناحیې د چاپېريال ساتنې برخې له خوا له بازارونو څخه په دوام داره توګه څارنې دوام لري. دغه راز ښاغلي غفوري له ښاریانو غوښتنه وکړه چې، د اړتیا وړ توکو د پېرلو پر مهال د هغوی نېټې او کيفيت ته پاملرنه وکړي. همدارنګه، په ښار کې ټولو اصنافو، په تېره ګرځنده پلورونکو ته سپارښتنه کېږي چې، په سړکونو او کوڅو کې د لوډ سپیکرونو په کارولو سره د غږیزې ککړتیا لامل نه شي.
د نهمې ناحیې اړوند بازارونو څخه ۲،۵ ټنه بې کیفیته توکي راټول شول