الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 65.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

غصب شوې زرغونې سیمې تر بېرته راګرځولو وروسته په معیاري ډول زرغونیږي

6 ثور 1404

14885.jpg (1820 × 1024)

 د ښاري سیمو د ښکلا او زرغونتیا په موخه، د دولسمې ناحیې مسئولینو د څو غصب شویو زرغونو سیمو د جوړولو په اړه چې، په دې وروستیو کې بېرته راګرځول شوې دي اقدام کړی دی. په تېرو کلونو کې غاصبانو او فرصت غوښتونکو په دغو زرغونو سیمو کې د خپلو شخصي ګټو په موخه، ناقانونه تاسيسات جوړ کړي وو، چې اوس ویجار او پاک شوي دي. کابل ښاروالۍ د ماسټر پلان له مخې، غصب شوې زرغونې سیمې بېرته راګرځوي او د زرغونتیا او ښکلا په موخه یې اقدام کوي. دغه راز دغه خدماتي اداره  له ټولو ښاریانو څخه غوښتنه کوي چې، د غصب شویو سیمو د لیدو په صورت کې دې د اړوندو ناحیو له لارې د کابل ښاروالۍ مسئولینو ته خبر ورکړي او په دې برخه کې دې خپل مسئولیت ادا کړي.